یونان کې خلکو د پور ورکونکو وړاندیزونه رد کړل

د انځور حقوق n
Image caption د، نه، کمپاین زرګونو ملاتړو په اتن کې د ټولپوښتنې پایله د یونان د بیرغونو په رپولو او شعارونو ولمانځله.

د یونان خلکو د دغه هېواد مالي بحران د حل لپاره د نړیوالو پور ورکونکو وړاندیزونه، په ټولپوښتونه کې د رایو په اکثریت رد کړل.

په ټولپوښتنه کې څه دپاسه ۶۰ سلنه رایه ورکونکو وړاندیزونو ته د، نه، ځواب ورکړ.

د، نه، کمپاین زرګونو ملاتړو په اتن کې د ټولپوښتنې پایله د یونان د بیرغونو په رپولو او شعارونو ولمانځله.

د یونان حکومتي چارواکي وايي ټولپوښتنې ته د نه ځواب له ویلو سربېره به دوی وکولی شي په چټکۍ د مالي مرستو یوې هوکړې ته ورسېږي.

د یونان لومړي وزیر الکسیس سیپراس وویل هېوادوالو یې د اروپا د یو موټي پاتې کیدو او دېموکراسۍ په پلوئ رایه ورکړه.

نوموړي وویل دی د یونان پر مالي بحران خبرو لپاره چمتو دی.

خو د اروپا پارلمان مشر وايي دی باوري دی چې د اروپايي پور ورکوونکو وړاندیزونو ته د نه ځواب پر مالي بحران د خبرو لپاره د یونان دریځ لا کمزوری کړی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د یونان بانکونه له یوې اوونۍ راهیسې بند دي.

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک-والټر شټاین مایز وايي غوراوی اوس له یونان سره دی.

د ایټالیې د بهرنیو چارو وزیر پاولو جینټېلوني په یوه ټویټ کې ویلي: "اوس یې وخت دی چې بیا یوې هوکړې ته د رسېدو هڅه وکړو. خو د یونان له ستونزې تېښته نه شته، په داسې حال کې چې اروپا کمزورې شوې او وده نه کوي".

په پام کې ده چې د یورو زون مشران سبا سې شنبه پر حالاتو یوه غونډه وکړي.

بله خوا د یونان اصلي مخالف ګوند مشر انټونیش سمراس چې په ټولپوښتنه کې یې د وړاندیزونو د منلو په خاطر کمپاین کړی و، استعفی کړې ده.

د یونان بانک په جدي ډول له مالي ستونزو سره مخامخ دي او د اروپا مرکزي بانک لا نورو بېړنیو مالي مرستو ته اړتیا لري.

ورته مطالب