ملي بیرغ ته د سپکاوي په تور نڅاګرې ته د بند سزا

صافیناز د انځور حقوق BBC World Service
Image caption صافیناز ارمني الاصله مصرۍ نڅاګره ده.

په مصر کې یوې محکمې مشهورې نڅاګرې صافیناز ته له دې کبله د بند سزا ورکړې ده، چې "مصري بیرغ ته یې سپکاوی" کړی دی، خو د هغې وکیل وايي موکله یې پر دغه حکم د بیا غور غوښتنه کوي.

د مصر استیناف محکمې ویلي، دغه ارمني الاصله نڅاګره یې په شپږو میاشتو بند محکومه کړې او دوه زره ډالر یې جریمه کړې ده.

پر هغې تور دی چې د نڅا پروخت یې د مصر د ملي بیرغ رنګونه لرونکي کالي اغوستي وو، چې کټ مټ لکه د مصر بیرغ غوندې ښکارېدل.

صافیناز په مصر کې وتلې او مشهوره نڅاګره ده.

نوموړې کابو دوه کاله وړاندې مصر ته تللې ده.

هغې په ځینو فلمونو او د وتلو شخصیتونو د ودونو په مراسمو کې نڅاوې کړې دي.

د مصر خبري اژانس"الاهرام" پر وېبپاڼې راغلي دا چې نڅاګرې د مصر بیرغ ته ورته د نڅاګرۍ کالي اغوستي و، محکمې دا "ملي بیرغ ته سپکاوی" ګڼي.

محکمه وايي: "صافیناز په دې کار سره د مصر جمهوریت بیرغ ته سپکاوی کړی دی".

نژدې دوه کاله وړاندې د مصر محکمې مصري بیرغ ته د سپکاوي د ممنوعیت ‎ قانون تایید کړ، چې په وینا یې ملي جنډې ته هر ډول سپکاوی کوونکی باید بندي شي.

د تورنې نڅاګرې وکیل خبریالانو ته ویلي، د موکلې په غیاب کې محکمې پرېکړه کړې ده، چې ده [وکیل] منلې ده، ځکه چې موکله یې له هېواده بهر ده.

خو نوموړی وايي، تر هغو چې موکله یې راستنېږي، ددغه حکم په اړه له سره د غور کولو غوښتونکی دی.

د مصر لویې څارنوالۍ د صافیناز پرضد دا قضیه وروسته تر هغه راپورته کړه، چې یوه قانوني سلاکار یې په یوه هوټل کې د نڅا پروخت د صافیناز له لوري د مصري بیرغ غوندې لرونکو کالیو د نڅا فلم ډک کړی او وړاندې کړی دی.