سېپراس د یورو زون غونډه کې نوی پلان وړاندې کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption روان مالي بحران ته په پام سره به د یونان بانکونه د سې شنې او چارشنبې پر ورځو هم تړلي وي.

تمه کېږي د یونان لومړی وزیر الکسیس سېپراسبه د سې شنبې په ورځ د خپل هېواد پورونو پراخیدونکي کړکېچ اړوند نوي وړاندیزونه وکړي.

د سې شنبې په ورځ برسلز کې د یونان موضوع په تړاو د یورو زون هېوادونو بېړنۍ غونډه کېږي.

له دې مخکې جرمني او فرانس له یونانه غوښتي، چې د دې لپاره چې له یورو زونه و نه وځي باید مناسب او عملي وړاندویزنه وړاندې کړي.

د یکشنبې په ورځ په یوه ټولپوښتنه کې د یونان خلکو د پورورکونکو هغه شرطونه، چې د سپما په اړه و، د رایو په اکثریت رد کړل.

د شرطونو له رد کېدو وروسته پورورکونکو وویل، چې دوی تمه کوي یونان به اوس د پور ادا کولو لپاره نوي وړاندیزونه وکړي.

د یونان لومړی وزیر داسې هوکړه غواړي چې د پورونو بښل کېدو اخیتار پکې موجود وي.

نوموړی دې لو کې د نړیوال وجهي صندوق یا ای ایم ایف هغه نظر یادوي، چې وايي د یونان له درې بیلیونه یورو د ډېر پور ( اډانې بیا رغونه ) اړینه ده.

له دې مخکې د اروپا مرکزي بانک یوه ورځ وروسته له هغه چې د یونان خلکو د مالي بحران د حل لپاره د پور ورکونکو وړاندیزونه په یوه ټولپوښتنه کې رد کړل، د یونان پر مالي سیستم فشارونه زیات کړي.

دغه بانک ویلي یوناني بانکونو سره نورې بېړنې مرستې نه شي کولی او دوی ته یې امر کړی چې د موجوده، څه دپاسه ۸۹ میلیارد ډالرو پورونو، د خوندیتوب لپاره نور ګامونه پورته کړي.

بله خوا د فرانسې او جرمني مشرانو پر یونان غږ کړی چې ژر تر ژره دې پر داسې مشخصو وړاندیزونو فکر وکړي چې په مټ یې له یورو زونه د دغه هېواد د وتلو مخه ونیول شي او مالي بحران یې پای ته ورسېږي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په پاریس کې د خبرو پر مهال وویل، نه یوازې د یونان لپاره بلکې د ټولې اروپا لپاره، یوه پرېکړه لیک ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دا اوس یونان کې د الکسیس سېپراس حکومت پورې اړه لري چې په یورو زون کې د پاتې کېدو لپاره پر عملي وړاندیزونو فکر وکړي".

د انځور حقوق AFP
Image caption د یونان د مالیې وزیر له استعفا وروسته خپلې مېرمن سره له وزارته د تلو په حالت کې.

ټاکل شوې د یونان لومړی وزیر الکسیس سېپراس د سې شنبې پر ورځ برسلز کې د یورو زون هېوادونو د مالیې وزیرانو یوې بېړنۍ غونډې ته وینا هم وکړي.

بله خوا د جرمني صدر اعظمې انګیلا مرکل یوې خبري غونډې ته وویل، له یونان سره د خبرو اترو ور اوس هم پرانیستی دی خو مهمه دا ده چې یونان ژر تر ژره پر مشخصو وړاندیزونو غور وکړي.

د جرمني د مالیې وزیر سیګمر ګبریل وویل:

"زه هیلمن یم د یونان حکومت دا ومني چې د یورو زون ۱۸ نور غړي هېوادونه دې ته چمتو نه دي چې د یونان ټول پورونه وبښي."

د یونان اقتصادي راتلونکی هغه مهال لا نور ناڅرګند شو چې د یکشنبې پر ورځ یې خلکو د مالي بحران د حل لپاره د پور ورکونکو وړاندیزونه په یوې ټولپوښتنې کې رد کړل.

روان مالي بحران ته په پام سره به د یونان بانکونه د سې شنې او چارشنبې پر ورځو هم تړلي وي.

ورته مطالب