يونان به د "باور وړ سمونې" راولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption الېکسېس څېپراس د اصلاحاتو ژمنه وکړه خو د پور پر مخکينيو ورکړو يې نيوکه وکړه، چې ګنې يونان يې د "سپما پر لابراتور" بدل کړی

د يونان لومړی وزيز الېکسېس څېپراس ژمنه کړې هېواد به يې د پنجشنبې پر ورځ خپلو پور ورکوونکو ته د "باور وړ سمونو" وړانديزونه وسپاري.

ښاغلي څېپراس دا خبرې په اروپايي پارلمان کې د يونان پورونو کړکېچ پر سر د توند بحث پر مهال کولې.

يونان له افلاس او هم له يورو کاروونکې سيمې له وتلو د تېښتې لپاره د پور درېيم ځل ورکړې ته سخته اړتيا لري.

پر همدې مهال د يونان حکومت ټينګار کړی چې د خوړو او سونګ توکو رسولو چارې له ګواښ سره مخامخ نه دي.

د اقتصاد، بنسټيزې ودانۍ، سمندري چارو او ګرځندوی وزارت په يوه علاميه کې ويلي "هم يونانيانو او هم ورغليو خلکو ته ډاډ ورکوو چې بازار کې د خوړو مناسبې زېرمې شته او بيې يې لا ثابتې دي".

اروپايي مشرانو د نورې مرستې بدل کې د يونان له لوري د جدي سمونو او اصلاحاتو لپاره پنجشنبه ورستۍ نېټه ټاکلې ده.

يوه بيړنۍ غونډه چې نه يوازې د يوروزن ۱۹ غړي، چې د اروپايي ټولنې ټول ۲۸ غړي به په کې برخه اخلي، د يکشنبې پر ورځ ترسره کېږي.

ښاغلي څېپراس د اروپايي پارلمان غړيو ته وويل يونان به د "يو عادلانه اوپايېدونکي حل لپاره نوي ريښتيني وړانديزونه وکړي، د باور وړ سمونې او اصلاحات به وړاندې کړي".

له دې وړاندې يې اروپا وهڅوله چې "درزونو" ته غاړه کښې نه ږدي.

بېلابېل هرکلی

د يونان دغه کيڼ اړخي مشر ته چې پارلمان ته ننوت، د مخالفت او موافقې نارې وهل کېدې، چې ده په کې د پور پر مخکينيو ورکړو نيوکه وکړه، دا چې ګنې يونان يې د "سپما پر لابراتور" بدل کړی دی.

ښاغلي څېپراس يوازې څو ورځې له هغه وروسته دا خبرې کولې، چې يونانيانو په يوه ټولپوښتنه کې د پور ورکوونکو تازه وړانديزونه رد کړل.

د انځور حقوق n
Image caption يوناني چارواکی وايي خپلو خلکو او هم ورغليو بهرنيانو ته ډاډ ورکوي چې بازار کې د خوړو مناسبې زېرمې شته او بيې يې لا ثابتې دي

ده وويل يونانيان "ودرېدل او غږ يې پورته کړ، موږ يې بايد وينا ته غوږ شو."

دا چې يونان د سې شنبې پر ورځ د يوروزون يوې غونډې ته له نويو وړانديزونو سره په ورتلو کې پاتې راغی، يو شمېر اروپايي مشران يې په غوسه کړل، او دا نهيلې تر يوې اندازې د اروپايي پارلمان بحث کې هم راغبرګه شوه.

د اروپايي پارلمان جرمن غړي منفرېډ وېبر ښاغلی څېپراس اروپايي مشرانو ته په سپکاوي تورن کړ.

ده پارلمان کې له ښۍ او چپې خوا ملاتړ څرګندولو ته په اشارې وويل "د اروپا توندلاران دې په چکچکو هرکلی کوي".

خو د پارلمان ځينو نورو غړيو بيا داسې کارتونه نيولي وو چې (NO) يا (نه) پرې ليکل شوي وو، او د يونان د ټولپوښتنې ستاينه يې پرې کوله.

د يونان پور ورکوونکو، د اروپايي کمسيون، د اروپا مرکزي بانک (ECB) او د پيسو نړيوال صندوق، له پنځه کاله مخکې مودې هغه راهيسې چې د ژغورنې پلان پيل شوی، له وړاندې د پور ورکړې دوو جوپو کې ۲۰۰ ميليارډ يورو ورکړې دي.

په همدې مهال يونان د اروپا له پور ورکوونکې ادارې، چې اروپا کې د ثبات ساتلو جوړښت دی، په رسمي توګه د مرستې غوښتنه کړې ده.

سرچينې وايي اتن د اصلاحاتو بدل کې د يو تازه درې کلن پور غوښتنه کوي.

پر دې سربېره د اروپا مرکزي بانک اداري شورا د يونان بانکونو ته پر خپلې بيړنۍ پور ورکړې غور کوي، که څه هم د شنبې او يکشنبې ورځو مخکې د کوم بدلون فکر نه کېږي.

له تېرې اوونۍ راهيسې (ECB) د پور ورکړې بهير غځولو خبره رد کړې وه.

ورته مطالب