هندي پولیسو اترا پردیش کې یوه ''ښځه سوځولې''

د انځور حقوق Barabanki Police
Image caption د پولیسو جګپوړي افسر عبدالحمید (ښي لاس ته) ویلي، د پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده

د هند په شمالي اترا پردیش ایالت کې پولیسو یوه ښځه په تهاڼه کې وروسته له هغه سوځولې ده چې ادعا کېږي، پولیسو ته یې له رشوت ورکولو ډډه کړې ده.

۴۰ کلنې نیتو دویدي له مرګ وړاندې قاضي ته ویلي، چې یوه پولیس ترې ۱۰۰۰۰۰ هندي کلدارې (چې ۱۵۷۸) ډالر کېږي، غوښتي وو.

نوموړې د پولیسو تاڼې ته تللې وه، چې خپل مېړه راخوشی کړی. د هغې مېړه د یوه جرم په قضیه کې د پوښتنو لپاره بندي شوی و.

مشکوک او تورن پولیسو منکر دی چې ګني بډې یې غوښتې خو ادعا کوي چې ښځې د ځانوژنې هڅه کوله.

د تورنو پولیسو دنده ځنډول شوې ده، خو د اترا پردیش وزیر اخیلیش یاداف د دې قضیې د څېړلو امر کړی دی.

هندي پولیسو ویلي، دا پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ په باربانکي ښار کې شوې ده.

دویدي چې نژدې ۸۰ بدن یې سوځېدلی و، په لکنهو کې روغتون ته وړل شوې، خو د سې شنبې پر ګهیځ مړه شوې ده.

نوموړې قاضي او خبریالانو ته په څرګندونو کې ویلي، کله یې چې له بډو ورکولو ډډه وکړه، پولیسو سخته ووهله او سپاوی یې وکړ.

د هغې زوی، چې په یوه هندي ورځپاڼه کې کار کوي، وايي، د عدالت غوښتونکی دی؛ ځکه ''کله یې چې د مور مجرمینو ته سزا ورکړله شي، د هغې روح به آرامه شي''.

دا پېښه نژدې یوه میاشت له یوې بلې ورته پېښې وروسته شوې، چې د جګیندرا سینګ په نوم یو خبریال د همدې پولیسو له خوا د یاد ایالت په شاه جهانپور ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا سوځول شوی و.