د یورو زون لخوا یونان ته نوی ضرب الاجل

د انځور حقوق epa
Image caption د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ویلي، د یورو زون مشرانو په ډاګه یې د یونان ټولپوښتنې پایلې محترمې وګڼلې، خو همدارنګه دوی هم د اروپايي ټولنې په خوا کې ګډ مسؤولیت لري

د یورو زون هېوادونو د پنجشنبې ورځ د نوي ضرب الاجل په توګه د یونان د وړاندیزونو لپاره ټاکلې او د دغې ټولنې له ټولو غړو هېوادونو څخه یې غوښتي چې د یکشنبې په ورځ غونډه کې ټول برخه واخلي.

د یونان اضطراري مذاکرات د یورو حوزې له مشرانو سره آتن ته د پور ور کونې پر شرایطو له هوکړې پرته د سه شنبې په ورځ پای ته ورسېدل.

د یورو زون حوزې هېوادونو د مالیې وزیرانو له یونان غوښتي وه، چې د پور د اداینې بحران د حل لپاره تازه طرحه وړاندې کړي، خو د سې شنبې په ورځ یوناني چارواکو هېڅ کومه ځانګړې طرحه وړاندې نه کړه.

مخکې له دې یونان د یکشنبې په ورځ د مالي ژغورنې طرحه چې د اروپايي ټولنې لخوا وړاندې شوې وه، د ټولپوښتنې په ترڅ کې په 'نه' ځواب کړه.

ټاکل شوې په بروکسل کې د راتلونکې یکشنبې ورځې په غونډه کې د اروپايي ټولنې له ټولو غړو سربېره حتی کېدای شي د یورو زون له غړوهېوادونو بهر نور هېوادونه هم په کې ګډون وکړي.

د اروپاي شورا (د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو د مشرانو غونډې) مشر دونالد توسک ویلي دي: ''د یورو زون په تاریخ کې حساسې شیبې رارسېدلې او د یونان لپاره وروستی ضرب الاجل به په دغې اونۍ کې پای ته ورسېږي''.

د ښاغلي توسک په وینا، د یونان د دیوالي کېدو اعلان او د دغه هېواد د بانکي نظام ماتېدل ګرده اروپا تر خپلې اغېزې لاندې راولي او هغه کسان چې له دې نه سربیره نور څه فکر کوي هغه ساده خلک دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption یونان د یکشنبې په ورځ د مالي ژغورنې طرحه چې د اروپايي ټولنې لخوا وړاندې شوې وه، د ټولپوښتنې په ترڅ کې په 'نه' ځواب کړه

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ویلي، د یورو زون مشرانو په بروکسل کې، جدي او صریح مذاکرات، تر سره کړل او په ډاګه یې د یونان ټولپوښتنې پایلې محترمې وګڼلې، خو همدارنګه دوی هم د اروپايي ټولنې په خوا کې ګډ مسؤولیت لري.

د مېرمن میرکل په وینا یونان د پور یو نوي او څو کلن پروګرام ته اړتیا لري.

د اروپايي کمېسیون (د اروپايي ټولنې اجرايي مټ) مشر ژان کلود یونکر ویلي دي لېواله دی که یونان د یورو زون په حوزه کې پاتې شي به دې حال کې باید یونان د دغې اونۍ تر پایه باید موږ ته ووايي، چې راتلونکی پلان یې څه دی.

ورته مطالب