پر داعش د سوريې هوايي بريدونو کې ۲۸ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters

د سوريې دولتي ځواکونه وايي د هېواد په شمال کې يې د داعش پر ليکو هوايي بمبارۍ کړې چې ۲۸ کسان په کې وژل شوي دي.

په لندن کې دسوريې لپاره د بشري حقونو د څار ټولنه وايي زياتره وژل شوي کسان ملګي وګړي دي.

د سوريې حکومت وايي د بريد موخه د الباب ښار و چې د "اسلامی دولت" ډلې تر ولکې لاندي دی.

دغه ښار د حلب ولايت شمال کې پروت دی.

ويل کېږي په دې بريد کې لوی بوشکه يي بمونه له هليکوپټرو د الباب ښار کې د داعش پر ليکو غورځول شوي دي.

تېره اوونۍ د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د سوريې په رقه ښار هوايي بريدونه کړي وو، چې شاوخوا ۲۹ کسان په کې وژل شوي وو.