ترکیې له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو په تور ۲۱ کسان نیولي دي

د انځور حقوق
Image caption ترکي پولیسو په استانبول او ځینو نورو ښارونو کې له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو په تور ۲۱ کسان نیولي

ترکي پولیسو په استانبول او ځینو نورو ښارونو کې له "اسلامي دولت" ډلې سره د تړاو په تور ۲۱ کسان نیولي دي.

دغه کسان تر ډېره د سوریې پولې ته په نژدې سیمو کې نیول شوي.

د ترکیې اناتولیا خبري اژانس ویلي، په نیول شویو کې درې بهرنیان دي، چې د چارواکو د اټکل له مخې یې سوریې ته د ننوتلو او هلته له "اسلامي دولت" ډلې سره د یوځای کېدو هوډ درلود.

سرچینه وايي، پولیسو په دې نیونو کې د "اسلامي دولت" اړوند ځینې اسناد، د وسلو ځینې زېرمې، الکترونیکي توکي او پوځي جامې هم نیولي دي.

پر ترکیې د لوېدیځو هېوادونو تور دی چې ګني له سوریې سره پر خپله ۹۱۱ کیلومتره اوږده پوله سوریې ته د جهادیانو د اوښتو په مخنیوي کې ناغیړي کوي.

خو ترکیه بیا دا تورونه ردوي او وايي د خپلې اوږدې پولې د خوندیتوب لپاره تر خپله وسه کار کوي، بلکې ترکیه پر لوېدیځو هېوادونو تور پرې کوي د ۱،۸ میلیون سوري بې ځایه شویو لپاره لکه څرنګه چې ښايي کار نه کوي.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې له اورپکو او سخت دریځو اسلامپالو ډلو سره د تړاو په تور ګڼ کسان نیولي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، ترکیې هغه ۱۳۰۰ بهرنیان ایستلي، چې پخپله خاوره کې د "اسلامي دولت" اړوندو فعالیتونو تور پرې لګول شوی.

ګومان کېږي چې د جمعې ورځې په نیول شویو کې ترکان له یادې ډلې سره د بهرنیو جنګیالیو د یوځای کېدو مسؤول وو.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو په ډاګه ویلي وو چې د سوریې شخړې ترکیې ته یو لوی ګواښ رامنځ ته کړی دی.