د یمن بشري اوربند په پیل کې مات شو

د انځور حقوق EPA
Image caption د یمن پلازمېنه صنعاء کې ځايي اوسېدونکو ویلي د ایتلاف الوتکو په ښار کې بمبارۍ کړې دي

له لومړیو دقیقو راهیسې د یمن "انساني اوربند" مات شو په یمن کې د شنبې ورځې له ګهیځ پیل شوی دویم انساني اوربند له لومړیو دقیقو راهیسې مات شوی دی.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف پلازمېنه صنعاء کې د حوثي یاغیانو هدفونه په نښه کړي دي.

د ملګرو ملتونو له لوري د دویم انساني اوربند له پیلېدو څخه کم یو ساعت وروسته، بي بي سي ته په تعز او مأرب ولایتونو کې د جګړې د دوام خبرونه ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یمن کې ښکېلې غاړې د شپږو ورځو لپاره د انساني اوربند کولو ته هڅولې دي.

دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، هېڅ کوم جنګي لوری د اوربند پرمهال وسلې نه شي لېږدولی او نه هم باید د کومې سیمې د نیولو هڅه وکړي.

د یمن پلازمېنه صنعاء کې ځايي اوسېدونکو ویلي د ایتلاف الوتکو په ښار کې بمبارۍ کړې دي.

د انځور حقوق epa
Image caption د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یمن کې ښکېلې غاړې د شپږو ورځو لپاره د انساني اوربند کولو ته هڅولې دي

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ویلي، الوتکو د حوثیانو پوځي مرکزونه او غونډونه په نښه کړي. حوثیانو او د هغوی مخالفو جنګیالیو په تعز ولایت کې پر یو او بل د شوي اوربند د ماتولو تور لګولی دی.

پر همدې مهال په یمن کې د "ولسي مقاومت" په نوم حوثیان د اوربند په ماتولو تورن کړي، چې وايي د ښار لوېدیځ کې ځینو کلیو ته ننوتي او هلته یې د اوبو ټانکر له ورتګه راګرځولي دي. خو حوثیانو بیا پر خپلو مخالفانو تور پورې کوي چې ني لومړی هغوی اوربند مات کړ او په الضباب او جبل جرّه سیمه کې یې بریدونه وکړل.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو د اوربند له عملي کېدو سره هم مهاله د تعز ولایت په جبل الزنوج کې د حوثیانو پوستې په نښه کړې.

په شمالي مأرب کې بیا قبایلي سرچینې وايي، حوثیانو له صنعاء نه د راتلونکو لویو پوځي تجهیزاتو لېږدولو ته دوام ورکړی او وايي حوثیانو پر المشجح سیمې او نورو سیمو په درنو وسلو بریدونه وکړل. مرستندویو ډلو ویلي، په یمن کې بندیز هلته انساني ناورین رامنځ ته کړی، او په روژې میاشت کې ددغه هېواد له ۲۵ میلیون وګړو یې تر ۸۰ سلنې ډېر مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، یمن ته له ژمنه شویو مالي مرستو یې ډېرې ناچیز هغه رسېدلې دي. په یمن کې روانې جګړې او ناورین نژدې یو میلیون وګړي وتلو ته اړ کړي، چې د مرستندویو ډلو په وینا، دوی اړمنو کسانو ته په اسانۍ سره مرستې نه شي رسولی.