د یورو زون هېوادونه د یونان د اصلاحاتو پر وړاندیز بې باوره دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د یورو ډلې مشر جېرون ډایسل بلویم ومنله چې اندېښنې ډېرې دي، یوازې "د طرحې د جزیاتو په اړه نه بلکې د باور ستونزه هم شته".

د یورو زون هېوادونو د ماليې وزیرانو برسلز کې د خپل یوناني سیال ایوکلید ساکالاتوس سره د څه دپاسه اتو ساعتونو خبرې اترې پای ته رسولې دي.

خبرو کې ښاغلي ساکالاتوس هڅه درلوده د یورو زون هېوادونو مالیې وزیرانو ته دا قناعت ورکړي چې که له یونان سره د څه باندې ۸۰ میلیاردو ډالرو مرسته وشي نو هېواد به یې وکولی شي د نوي اقتصادي سمون پلان په بریالیتوب پر مخ یوسي.

د خبرو لړۍ به د یکشنبې پر ورځ بیا پیلېږي.

بله خوا د یونان د اقتصاد وزیر، جورجس ستاتاکیس، ویلي پر هېواد یې باید باور وشي او ټینګار یې وکړ چې د بحران د حل لپاره نوی وړاندیز له پخواني هغه چې د ټولپوښتنې له لارې رد شوی و، غوره دی.

خو د یورو ډلې مشر، جېرون ډایسل بلویم، او د جرمني چارواکي بې باوره دي.

د جرمني د مالیې وزیر، وولف ګنګ شاوبول، ویلي چې د یونان پر ژمنو، نور، باور نه شي کولی.

د یونان پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر الکسیس سیپراس له خوا د مالي بحران د حل لپاره وړاندې شوې نوې طرحه تاید کړې، که څه هم د تېرې یکشنبې ورځې په ټولپوښتنه کې یوناني ولس یو شمېر ورته وړاندیزونه او نظریې رد کړې وې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د برسلز خبرو کې د یونان د مالیې وزیر ایوکلید ساکالاتوس ګډون کړی و.

یوه اروپايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیټیډ خبري اژانس ته وویل، غونډه کې ډېرو ګډونوالو داسې احساس درلود چې د یونان نوې طرحه "کافي نه ده او ډېر ناوخته وړاندې شوې ده" ځکه نو د یونان حکومت له لورې "لا نورو مشخصو او ټینګو ژمنو ته اړتیا لیدل کېږي".

د یورو ډلې مشر جېرون ډایسل بلویم ومنله چې اندېښنې ډېرې دي، یوازې "د طرحې د جزیاتو په اړه نه بلکې د باور ستونزه هم شته".

نوموړي زیاته کړه "موږ څنګه کولی شو پر دغه حکومت باور وکړو چې خپلې ژمنې به عملي کړي. فکر کوم غونډې به اسانه نه وي".

داسې ناتاید شوي راپورونه هم شته چې فینلنډ د یونان نوي وړاندیزونه رد کړي که څه هم یوازې د دغه هېواد د رد رایه د یوه تړون او هوکړې مخه نه شي نیولی.

ورته مطالب