د هالیووډ "پښېماني نه پېژندونکی " ستوری عمر الشریف

د انځور حقوق AP

عمر الشریف د مصر یو وتلی سینمايي ستوری و، چې "د عربو لوراانس" او دوکتور جیفاګو په څېر په نړیوالو فلمونو کې لوبېدلی دی.

عمر الشریف د تېرې جمعې په ورځ د مصر سوېلي حلوان په یوه روغتون کې د ۸۳ کلونو په عمر ومړ.

په وروستیو کې شریف ته د زړه سخته ناروغي پیدا شوه، خو زهایمر او ځینو نورو ناروغیو هم سخت کمزوری کړی و.‌

د شریف جذابې څېرې په نړۍ کې ګڼې ښځې پر ځان ورماتې کړې وې،‌ خو وروسته تر هغه چې له تمثیل یې لاس واخیست،‌ په یوه لوی قمارځي کې یې ځان مېشت کړ.‌

د عمر شریف اصلي نوم میشیل دیمیتري شهلوب و.‌ د مصر اسکندریه ښار کې د ۱۹۳۲ کال د اپریل پر لسمه په یوه لبنان الاصله کورنۍ کې زیږېدلی.‌

پلار یې د لرګیو له شتمنو سوداګرو څخه و.‌مور یې په ټولنه کې یوه فعاله وه،‌ چې د هغه وخت د ولسمشر فاروق پاچا په ګډون به یې لوړپوړي حکومتي شخصیتونه وخت ناوخت مېلمانه کول.‌

شریف د اسکندریې په ویکتوریا مدرسه کې زده کړې کړې،‌ په سبق کې مخکې و،‌ په تېره بیا په ژبو کې،‌ بیا د قاهرې پوهنتتون له ریاضي او فزیک څانګه کې شامل او فارغ شو.‌

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق Getty

خو نوموړي له تمثیل سره ډېره مینه لرله،‌ همدا وو چې لندن کې د شاهي اکاډيمۍ د ډرامې لوستلو ته یې ملا وتړله.‌

پرله پسې اتلولۍ

عمر شریف په لومړي ځل په ۱۹۵۴ کال (په دره کې شخړه) فلم کې راڅرګند شو،‌ هغه هم د فلمي تولیدوونکي یوسف شاهین تر څارنې لاندې له ممثلې فاتن حمامه سره ولوبېد.‌

دغه فلم په عام ولس کې ډېر مینه وال پیدا کړل،‌ همدا وو چې شریف د سیمې په کچه پخپل نسل یې یو مشهور ممثل شو،‌ چې بیا وروسته یې په نژدې ۱۱۶ ډرامو او فلمونو کې تمثیل وکړ.‌

د انځور حقوق AP

عمر الشریف د تېرې پېړۍ پنځوسمه لسیزه کې په ګڼو فلمونو کې ولوبېد،‌د ۱۹۵۴ او ۱۹۶۲ کلونو ترمنځ یې تر شلو ډېر فلمونه وړاندې کړل.

د عمر الشریف او ممثلې فاتن حمامه ترمنځ د مینې تار ونغښتل شو،‌ همدا و چې په ۱۹۵۵ کال دواړو واده وکړ، او عمر الشریف ددغه واده د ترسره کولو لپاره له کاتولیکي مسیحیت نه اسلام ته واوښت.‌

شریف او حمامه په پنځو فلمونو کې اتلان پاتې شوي (په دره کې شخړه‌۱۹۵۴،‌ زموږ خوږې ورځې ۱۹۵۵،‌ نه ویدېږم ۱۹۵۷،‌ د ماڼۍ مېرمن ۱۹۵۸ او د مینې سیند ۱۹۶۰).

خو په ۱۹۶۶ کال د مینې په تار سره نژدې شوی مېړه له ښځې جلا شو او شریف په اروپا کې مېشتېدل وغوښتل، خو طلاق یې په ۱۹۷۵ کال ترې واخیست. د دواړو یو بچی هم پیدا شو،‌ چې طارق نوم یې پرې کېښود.

د عمر شریف له مشهورو فلمونو څخه (د مینې خپرېدل، پیل او پای،‌ زموږ کور کې یو سړی،‌ ایوب،‌ مصری هېوادوال او حسم او مرقص) دي.

نوموړی په ۱۹۹۸ کال په (له مرګ مخکې جنت)‌ فلم کې د لیکوال جبران خلیل جبران په رول کې لوبېدلی.‌

په وروستي ځل عمر الشریف په ۲۰۱۰ کال په (مسافر) فلم کې د اتل په بڼه ولوبېد،‌ خو په ۲۰۱۳ کال هم په یوه فلم کې راڅرګند شو.

نړیوال ستوری

د (عربو لورانس) فلم له کاري ډلې سره د بحث پرمهال فلمي تولیدوونکي ډیویډ لاین عمر شریف د فلم لپاره غوره کړ.

د لومړي شوټینګ پرمهال عمر الشریف د علي په څېره کې ولوبېد،‌ داسې چې پر آس سپور په یوه بېدیا کې د کامرې خوا ته آس ځغلوي.

Image caption له شریف سره لومړنۍ ښځه جولي کریسټي په ډاکټر جیفاګو فلم کې ولوبېده

شریف ددغه فلم له راوتلو وروسته په نړیوالې څېرې بدل شو،‌ ځکه دغه فلم د اوسکار اووه جایزې وګټلې،‌ شریف او د فلم ستوری پیټر اوتولي د غوره ممثل جایزو ته هم کاندید شول.

بیا شریف په (دوکتور جیفاګو) فلم کې غوره شو،‌ دغه فلم د ناول لیکونکي برویس پاستیرناک یوه روسۍ ډرامي کیسه انځوروي.

د عمر شریف لویې تورې سترګې او ښکلې مسکا ددې لامل شول،‌ چې د تېرې پېړۍ په شپ‍یتمه لسیزه کې د رودولف والنیټینو لقب ورکړل شي.

ده به ویل: "نه پوهېږم چې ښځې ولې راباندې ماتې شوې، خو هڅه مې دا ده چې ښځو ته یوه جذابه څېره وګرځم".

شریف او د عبدالناصر او اسرائیلو نظامونه

د هغه وخت د مصري ولسمشر جمال عبدالناصر له نظامر سره د شریف اړیکي ترینګلي شول،‌ همدا وو چې ډېر وخت له خپل مورني ټاټوبي لیرې تېرولو ته اړ شو.

د انځور حقوق RexFeatures
Image caption عمر شریف په شوخه نجلۍ (فني ګرل) فلم کې په لوبېدو تر سختو نیوکو لاندې راغلی، ځکه چې د فلم نجلۍ باربرا سټرایسند په مقابل لوري کې د اسرائیلو ډېره ملاتړې وه

مصري چارواک پر عمر شریف له دې کبله هم په غوسه شوي وو چې ولې په (بې باکه نجلۍ) فلم کې د باربرا سټرایساند په نوم له هغې ممثلې سره ولوبېد، چې په شدت سره یې د اسرائیلو ملاتړ کاوه. مصريانو له عمر شریف نه د مصري هویت اخیستو غوښتنې وکړې.

همدا لامل شو چې د عمر شریف مینه وال په کمېدو شول، او له دې کبله د ملامتیا ګوتې ورته نېول کېدې چې ګني د پیسو په مقابل کې یې خپله وړتیا په سیند لاهو کړه.‌

ددې لپاره چې ډېرې پیسې پیدا کړي او د پور پېټی له خپلو اوږو کوز کړای شي، په ګڼو فلمونو کې یې جواري ته مخه کړه چې دې یې فلمي شهرت ته ډېر زیان واړاوه.‌

"پښېماني نه پېژنم"

په پای کې شریف هالیووډ ته شا کړه، ځکه چې په اروپايي‌ ښارونو کې د قمار شبکې دومره بوخت کړ،‌ چې هرڅه ترې هېر شول.

خو نوموړي د ګټې پرځای زیان ډېر وکړ،‌ خپلې ټولې ګټلې پیسې یې په قمارخانو کې بایلودې، آن په یوه ورځ یې ۷۵۰ زره پونډه وبایلل،‌ او د پاریس په یوه څنډه کې یې هوټل کې اوسېدل غوره کړل.

د انځور حقوق f
Image caption په لورانس اف ارېبیا فلم کې عمر شریف نړیوال شهرت پیدا کړم

نوموړی ډېر ګوښه پاتې شو، چې ګوښه والي یې پر ذهن هم منفي اغېز وکړ،‌ آن تر دې چې یوه ورځ یې پر یوه پولیس برید وکړ،‌ او بله ورځ یې د موټرو لپاره د مسافرو په یوه انتظارځي کې پر یوه پاکوونکي حمله وکړه.‌

عمر شریف ګومان کاوه که چېرې بېرته یې نړیوال فلمي شهرت بېرته ورته ستون نه شي، شاید ژوند یې ډېر زیات بدلون ومومي، خو ویل به یې چې پر هېڅ شي پښېمانه نه دی: ‌‏‏"زه پېښماني نه پېژنم.‌ که چېرې بېرته هلته وګرځم،‌ په هماغه طریقه به خپل ژوند مخته بوځم".

ورته مطالب