بشري حقونه : چین په لوی لاس لږکي له پاسپورټونو محروم کړي

د انځور حقوق Nellie Huang
Image caption د شینګجیانګ یو زیات شمېر مسلمانان د رسټورانټونو په کار بوخت دي.

د بشري حقونو ډله: چین په لوی لاس لږکي له پاسپورټونو محروم کړي

د امریکا د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د چین حکومت د تبت، شینګجیانګ او نورو سیمو لږکي له پاسپورټونو بې برخې کړي دي. پر همدې مهال له چین نه بهر ته د سفر کولو لړۍ چټکه شوې ده.

په داسې حال کې چې له چین نه بهر ته د چینايي وګړو د وتلو لړۍ تېزه شوې ده، د امریکا د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چین په لوی لاس په تبت، شینګجیانګ او نورو سیمو کې لږکي له پاسپورټونو محروم کړي دي.

یادې ډلې ویلي د چین حکومت دوه ګونی سیاست لري، د هان قوم له اوسېدونکو سره یو ډول چلند کوي او د تبت او مسلمانو لږکیو په سیمو کې بیا بېل ډول معامله کوي.

فرانس پرېس خبري آژانس د چین د بشري حقونو لپاره د بشري حقونو ډلې د استازې صوفي ریچرډسن له خولې ویلي ''که چېرې تاسو د لږکیو د کورنۍ یو مذهبي کس یاست، هغه هم په داسې یوه هېواد کې چې ډېری وګړي یې لږکي دي، نو امکان نه لري چې پاسپورټ ترلاسه کړای شئ''.

د چین په ډېری سیمو کې پاسپورټ تر ۱۵ ورځو پورې وګړو ته ورکول کېږي، خو که چېرې له دې مودې وځنډېږي، چینايي چارواکي د پاسپورټ غوښتونکي ته اخطار ورکوي.

خو په تبت او شینګجیانګ اقلیتي سیمو کې چارواکي د پاسپورټ ورکولو په تړاو بېل ډول چلند کوي، او له غوښتونکي نه تر اندازې ډېر اسناد غواړي.

د بشري حقونو د څار ډلې رپوټ وايي، د چین تبت په چانګدو سیمه کې چارواکو په ۲۰۱۲ کال کې یوازې دوه پاسپورټونه ورکړي، حال دا چې د دې سیمې د اوسېدونکو شمېر ۶۵۰ زره دی.

د شینګجیانګ مسلمانو اویغوریانو ته تېر کال له دې کبله پاسپورټونه ورنه کړل شول، چې ګني تایلنډ ته په ناقانونه ډول ننوځي، خو دوی ویل چې په سیمه کې له زورزیاتي تښتي.

اویغوریان وايي، دوی ترکي الاصله چینايي وګړي دي، چې یوازې ۱۸۱ ته یې ترکیې ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې، خو ۱۰۰ نور بیا چین ته ستانه کړل شوي.

پر همدې مهال، تېر کال د چین تر ۱۰۰ میلیون نورو ډېرو وګړو بهر ته سفر کړی، چې زیاتره یې هانګ کانګ، ماکاو او ټایوان ته تللي وو.

ورته مطالب