مذهبي مېله کې ټېل ماټېل ۲۷ زيارت کوونکي وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption عيني شاهدانو ويلي ټېل ماټېل هغه مهال رامنځته شو، چې له سيند نه راوتونکي کسان له هغو سره مخامخ شول چې سيند ته ورتلل

په اندراپردېش ايالت کې چارواکي وايي هندوانو ته د يوه سپيڅلي سيند پر غاړه ټېل ماټېل کې لږترلږه ۲۷ زيارت کوونکي وژل شوي دي.

زيارت کوونکي هندوان د يوې مېلې له پيل وړاندې په ګوداوري سيند کې د لامبلو او غوپو وهلو لپاره راټول شوي وو.

دغه ټېل ماټېل سهار مهال په راجامندرې ولسوالۍ کې شوی او لسګونه کسان نور ټپيان شوي دي.

زيارت کوونکي فکر کوي چې په دغه سيند کې لامبل به د دوی ګناهونه لرې کړي.

تمه ده چې په دغې ۱۲ ورځنۍ مېلې کې نژدې ۲۴ ميليونه زيارت کوونکي ګډون وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د يوه ځايي چارواکي له قوله ويلي پېښه هغه مهال وشوه چې يو شمېر خلک له لامبلو او غوپې وهلو وروسته بېرته راستنېدل.

عيني شاهدانو ويلي ټېل ماټېل هغه مهال رامنځته شو، چې له سيند نه راوتونکي کسان له هغو سره مخامخ شول چې سيند ته ورتلل.

د اندهرا پردېش والي چندرابابو نیدو چې د سې شنبې پر سهار يې په دغه سيند کې ولامبل پر ټويټر خپرو شويو يو شمېر پيغامونو کې ويلي چې دغه وضعيت يې له نژدې څاره او له خلکو يې په ټينګه غوښتل چې وارخطايي و نه کړي.

تر دې وړاندې هم په هند کې د مذهبي مراسمو او مېلو پر مهال په ټېل ماټېل کې زرګونه کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب