جمهوریت غوښتونکو او سعودي د ایران پر اتومي موافقې نیوکه کړې

د انځور حقوق AP

د امریکا متحدو ایالتونو جمهوریت غوښتونکی ګوند له ایران سره د دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه د ځواکمنو هېوادونو د موافقې له منتقدینو سره یوځای شوی دی.

تېره سې شنبې (جولای ۱۴) د اتريش په پلازمېنه په ويانا کې د تهران د اتومي پروګرام پر سر د ایران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ موافقه وشوه.

د دغې موافقې له مخې به پر ايران لګول شوي اقتصادي بنديزونه لرې کېږي او ايران به خپل اتومي فعاليت محدودي.

د ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرې له ۲۰۰۶ کال راهیسې پیلش وې دي.

په ۱+۵ هېوادونو کې امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني دایمي غړیتوب لري.

اټکل دی، چې د امریکا کانګرس به په ۶۰ ورځو کې ددغې موافقې ارزونه وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی، چې د هوکړې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کولو پر وړاندې د ''ویټو'' حق لري.

''وېروونکې موافقه''

د امریکا مشرانو جرګې مشر او د جمهوریت غوښتونکو وکیل جان بینر ویليو دا هوکړه د ایران ته د ''زړه ورکولو'' په معنا ده:

د انځور حقوق EPA
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

''دغه معامله د دې پرځای چې په منځني ختيځ کې د اتومي وسلو د خپرېدو مخه ونیسي، په نړۍ کې د اتومي وسلو لرلو سیالي ډېروي''.

یوه بل سناتور لینډزي ګرېهام بیا ویلي، دا یوه ''وېروونکې موافقه'' ده، او د چارو د لا ''ناوړه'' کېدو لامل شي.

پر همدې مهال، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا هوکړه یوه ''تاریخي تېروتنه'' بللې ده.

نوموړي ویلي، دا موافقه ایران ته دا وړتیا ورکوي چې ''سلګونه میلیارد ډالر ترلاسه کړي او د ترهګرۍ څرخ پرې واړوي په منځني ختیځ او نړۍ کې خپله دښمني پراخه کړي''.

د انځور حقوق AFP

نتنیاهو زیاتوي، اسرائیلو دغې هوکړې ته ژمن نه دی بلکې په وینا یې ''موږ به له خپل ځان نه دفاع وکړو''.

ایران

بل خوا، په ایران کې خلکو له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره د خپل هېواد د اتومي پروګرام په اړه تړون لمانځلی چې پر ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه پای ته ورسوي، په ځواب کې به د ایران د اتومي پروګرام پر فعالیتونو محدودیتونه لګېږي.

تهران وایي، دا تړون د دې څرګندونه کوي چې له یو بل سره خبرې او نژدېوالی ښه نتیجه ورکوي او واشنګټن هغه یو تاریخي چانس بللی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا هوکړه یوه ''تاریخي تېروتنه'' بللې ده.

که څه هم تر اوسه د موافقې متن نه دی خپور شوی، خو په ځینو رپوټونو کې د موافقې ځینې بندونه په لاندې توګه راغلي دي:

  • د موافقط له مخې به د ملګرو ملتونو څارونکو ته د ایران د پوځي ځایونو د څارنې او تفتیش اجازه ورکول کېږي
  • که چېرې له دې موافقې سرغړونه وشي، په ۶۵ ورځو کې به بېرته بندیزونه لګول کېږي
  • د پنځو کلونو لپاره به د ایران پر اتومي تورید بندیز جاري وي
  • له موافقې ورسوته به تر اتو کلونو پورې پر توغندیو بندیز دوام لري
  • د هوکړې له مخ به ایران ته په کمه کچه د یورانیمو د بډایه کولو اجازه ورکول کېږي

ورته مطالب