د منصور هادي د حکومت وزیران عدن ته ستانه شول

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګري ملتونه او ډېری هېوادونه عبد ربه منصور هادي د یمن قانوني ولسمشر بولي.

په نړیواله کچه د یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي په مشرۍ په رسمیت د پېژندل شوي حکومت ځینې وزیران د سعودي عربستان په یوه چورلکه کې د یمن سوېلي عدن ښار ته ستانه شوي دي.

دغه چارواکي په تبعید کې وو.‌

له دغو وزیرانو سره د یمن ځینې استخباراتي چارواکي هم ملګري وو.

عبد ربه منصور هادي په تېر مارچ میاشت کې پر پلازمېنې صنعاء د حوثیانو له واکمنېدا وروسته سعودي عربستان ته وتښتېد.‌

دغه وزیران یوه ورځ وروسته تر هغه یمن ته ستانه شوي،‌ چې د ولسمشر هادي په ملاتړ د ولسي پاڅون په نوم د جرګه ګیو جنګیالیو او د دووی نورو ملاتړو وسله والو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح ملاتړو جنګیالیو اعلان وکړ چې له یمن نه یې د حوثیان شړلي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په دې جګړو کې د هادي د ځواکونو ملاتړ کاوه.‌

حوثیان د زیدي شیعه ګانو ملېشې دي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د یمن له حکومت سره د جګړې لپاره وسلو ته لاس کړی دی.‌

په لومړي سر کې حوثیان اعلان کړی و،‌ چې ګني د عبد ربه منصور هادي له حکومت سره یې د ملي یووالي حکومت جوړ کړی،‌ خو وروسته یې د حکومت او ولسمشر پر ضد پاڅون او جګړې پیل کړې.

یمن ته له سعودي عربستان نه په ستنو شویو وزیرانو کې د کورنیو چارو وزیر د استخباراتو مشر او د پارلمان د ملي مجمع مرستیال مشر هم دي.

حکومت ته یوې نژدې سرچینې ویلي، ولسمشر دغې ډلې ته امر کړی چې عدن ته ستنه شي او هلته د حکومتي بنسټونو د بیا فعالولو او د هېواد د اداره کولو لپاره چمتووالی ونیسي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption وروسته تر هغه چې د حوثیانو ضد ځواکونو عدن ونیو، پاکوونکي د عدن هوايي ډګر پاکوي.

د یمن په جګړه کې تر اوسه څو زره کسان وژل شوي لسګونه زره نور بې کوه شوي دي.

ملګرو ملتونو د یمن پر روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او هلته یې وضعیت ناوریني اعلان کړی دی.

ورته مطالب