د اېم اېچ ۱۷ الوتکې لوېدو پېښې د قربانيانو ياد ولمانځل شو

د انځور حقوق Reuters

د اوکرايين د پاسه د اېم اېچ ۱۷ شمېرې الوتکې هوايي ناورين، چې ۲۹۸ کسان په کې مړه شول، لومړۍ کليزه یې د ياد له احساساتو ډکو مراسمو کې ترسره شوه.

هغه مراسم چې په اوکرايين کې د دې الوتکې لوېدو ځای سره نژدې یوه کلي کې ترسره شول، ورپسې يې د پېښې ځای ته لاريون وشو.

په هالند کې هم د ياد مراسم پر ځای شول، چې د ډېری قربانيانو ټاټوبی دی.

له دې وړاندې اسټراليا د خپلو هغو ۳۸ هېوادوالو ياد هم وکړ، چې د الوتکې لوېدو دې پېښه کې مړه شوي وو.

تر ډېره باور دی روسي پلوه اوکرايني ياغيانو د ماليزيايي شرکت دا الوتکه غورځولې، چې له امسټرډامه کوالالمپور ته پر لار وه.

روسيه بيا دا تور ردوي، او د دونېڅک دې ختيځه سيمه کې د دې ناورين پړه پر اکراييني ځواکونو اچوي.

د پېښې ځای ته نژدې په هرابوف کلي کې د سيمې شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکي يوه کليسا کې په ياد مراسمو کې غونډ شوي وو، او بيا يې د قربانيانو لپاره نوې پرانيستل شوې يادګاري لوحې پر لور يون وکړ.

د انځور حقوق AP
Image caption اېم اېچ ۱۷ الوتکه له امسټرډام نه کوالالمپور ته پر لار د اوکرايين ختيځ کې ولوېده

ویرکوونکي چې تر ډېره ښځې او ماشومان وو، ګلان او نښې يې له ځانونو سره لېږدولې.

په هالنډ کې چې دې پېښه کې يې ۱۹۳ کسان مړه شوي، بيرغونه نيم ځوړند شوي، او د امسټرډام شيفول هوايي ډګر کې، چې اېم اېچ ۱۷ الوتکه ترې الوتې وه، ګلان ايښودل شوي دي.

د جمعې ورځې لومړيو کې د هغو ۳۸ اسټراليايانو کورنۍ او ملګري، چې دې پښې کې مړه شوي وو، په کانبېرا کې د پارلمان له ودانۍ سره غونډ شوي وو.

لومړي وزير ټوني ابټ وويل "بې ګنا خلکو چې پوره ژوند يې کاوه، د تېري یوه داسې جګړه کې په اسمان کې وويشتل شول، چې يو هېواد يې د خپل واړه ګاونډي پر وړاندې کوي."

ده وويل اسټراليا د خپلو مړيو پوروړې ده چې "ګرم کسان عدالت ته وکاږي".

په ماليزيا کې بيا د دې پېښې قربانيانو د ياد مراسم په کوالالمپور کې د جولای پر ۱۱ مه تر سره شوي وو، ځکه چې د ناورين کليزه د کوچيني اختر سره همهاله راتله، چې په دوديز ډول ماليزيا کې رخصتي وي.

دې مراسمو کې د هر قرباني نوم ياد شوی، او بيا يې په يوه شېبه چوپتيا درناوی شوی و.