د خوږو او بورې خوراک "بايد نیم کم" شي

د انځور حقوق PA

بريتانيا کې د ساينسپوهانو يوې کمېټې حکومت ته سپارښتنه کړې چې د خوږو او بورې خوراک هغه کچه دې سمه نيمه کړي، چې په يوه ورځ کې يې د خوراک لارښونه شوې ده.

د خوړو عادت لارښوونکي وايي په ورځني ډول بايد له ۵٪ سلنې زياتې کلرۍ له بورې يا خوږو ترلاسه نه شي، چې کچه يې د چای شاوخوا اووه څمڅې کېږي.

دغه لارښوونې د روغتيا نړيوال سازمان له نويو وړانديزونو سره په په همغږۍ کې دي.

د اوسنۍ څېړنۍ له مخې په بريتانيا کې د هر عمر کسان د دې کچې لږترلږه دوه برابره خواږه خوري.

د خوړو په اړه د ساينسي مشورې کمېټه، (SACN) چې د خوړو په اړه پبلېک هېلت انګلېنډ او نورو حکومتی ادراو ته سلا مشورې ورکوي، غواړي په ورځنی ډول دې د بورې (یا خوږو) خوراک نيم کم شي، چې له مخې يې د چاغوالي خطر کم، او هم د غاښونو روغتيا ښه کړي.

د دغې کمېټې د کاري ډلې مشر پروفيسور ايان مکډونلډ وايي "بېلګې روښانه دي، ډېره بوره (خواږه) روغتيا ته زيان رسوونکې ده، او ټول يې بايد کمه کړي."

دی زياتوي "د لوړې کچې بورې (خوږو) خوراک او د چاغوالي او د شکر ټايپ ۲ (دوهمې بڼې) ترمنځ روښانه او ثابت تړاو، هېښوونکی غږ دی، چې ټول يې بايد له مخې پر خپل خوراک له سره غور وکړو."

"كه د بورې يا خوږو خوراک کم کړو، فايبر لرونکي خواړه زيات کړو، د اوږده او روغ ژوند ښه فرصت به ولرو."

د بريتانيا حکومت ويلي دغه سپارښتنې مني، او د ماشومانو چاغوالي پر وړاندې د خپلې ملي سټراټيژۍ پرمختيا کې به يې کاروي، چې د سږ کال ورستيو کې به خپرېږي.

په خوړو کې د بورې يا خوږو لویه سرچينه د څښاک يا خوراکي خواږه توکي، د مېوو جوس او هم پر دسترخوان ايښودل شوې بوره ده.

د ګازي څښاک يو بوتل کې د چای نژدې نهه څمڅې بوره وي.

د بريتانيا د خوراکي بنسټ يوې غړې جيوډېت بټرېس ويلي د خوږو بڼه چې په نښه شوې، هغه بېلابېل خواږه دي چې خپلو خوړو کې یې لرو، خو له هغو خوږو پرته چې په مېوه يا شيدو کې موندل کېږي.

دې بی بي سي ته وويل "څه چې سپارښتنې يې وايي دا خبره ده، چې موږ ټول يې بايد کم کړو، داسې چې د دې ډول خوړو له ۵٪ سلنې زيات یې ونه خورو".

د بريتانيا د غاښونو ټولنې (BDA) پر حکومت غږ کړی چې دې تازه سپارښتنې ته پوره پام وکړي.

د بريتانيا روغتونونو کې د وړو ماشومانو د بسترۍ لوی لامل د غاښونو زيانمېنېدا ده.

د بي ډي اې په نامه دې ټولنې مشر مايک ارمسټرانګ وويل "حکومت اوس بېلګې او د خوړو صنعت ته څومره چې شونې وي د ځواکمنې اشارې استولو روښانه دنده لري، دا چې کله د خپل پلور زياتولو لپاره (خوارکي توليداتو ته) خواږه وراضافه کوي، خپلو پېردونکو ته زيان رسوي."

د خوړو صنعت وايي د کورنيو خوراکي او څښاک توکو کې، کلرۍ (د انرژۍ واحد) په تېرو څو کلونو کې په تدريجي ډول کمې شوې دي.

ورته مطالب