د امریکا په دوو پوځي مرکزونو کې ۴ تنه وژل شوي

د انځور حقوق CHATTANOOGA POLICE DEPARTMENT
Image caption یوه امریکايي چارواکي، برید کوونکی ۲۴ کلن محمد یوسف عبدالعزیز معرفي کړی

د امریکا د تنسي ایالت په چاتانوګا ښار کې د سمندري ځواکونو په دوه مرکزونو کې د ډزو په پایله کې ۴ تنه ووژل شول.

دا ډزې د امریکا د سمندري ځواکونو پر دو هغو مرکزونو شوې چې له یو بل نه ۱۰ کیلومتره واټن درلود.

د چاتانوګا پولیس وايي، چې برید کوونکی په دواړو ځایونو کې یو کس و او ووژل شو.

یوه امریکايي چارواکي، برید کوونکی ۲۴ کلن محمد یوسف عبدالعزیز معرفي کړی.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما دغه برید هیښوونکی بللی او ویلي دي چې د نښو نښانو پر بنسټ داسې ښکاري چې برید د یوه کس لخوا تر سره شوی دی.

د رپوټونو پر بنست دغه کس د کویټ اوسېدونکی و خو لا نه ده څرګنده شوې چې امریکايي تابعت یې لاره که کویتي. د اوسېدو ځای یې د چاتانوګا ښار په څو کیلومترۍ کې ښودل شوی.

له ډزو وروسته پولیسو د برید کوونکي پر کور برید کړی او دوه مېرمنې یې نیولې چې په هغه کور کې یې ژوند کاوه.

د انځور حقوق AP
Image caption دا ډزې د امریکا د سمندري ځواکونو پر دو هغو مرکزونو شوې، چې له یو بل نه ۱۰ کیلومتره واټن درلود

پولیسو دغه برید کوونکی د روان کال په پیل کې د نشې په حالت کې د موټرچلونې په تور نیولی و.

ددغې پېښې د څېړنې لپاره ټاکل شوی پلاوی وايي، برید کوونکی لومړی د نظامي ځواکونو د جذب په مرکز ډزې کړې اوبیا وروسته په داسې حال کې چې د پولیس تر تعقیب لاندې وه د یوه موټر په ذریعه یې دویم نظامي مرکز ته ځان ورساوه او هالته یې ډزې پیل کړې.

برید کوونکی د پولیسو لخوا د ځوابي ډزو په پایله کې ووژل شو.

رپوټونو کې راغلي چې په دې پېښه کې څو تنه ټپیان هم روغتون ته لېږدول شوي.

ورته مطالب