یوناني بانکونه له ۳ اونیو وروسته بیا پرانیستل شول

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د یونان مخکیني مالیې وزیر ویلي، چې په هېواد کې اقتصادي اصلاحات له ناکامۍ سره مخ دي

په یونان کې د اقتصادي کړکېچ له کبله له دریو اونیو راهیسې بانکونه تړلي و، چې نن بیا پرانیستل شول.

د یونان او دغه هېواد ته د پور ورکوونکو ترمنځ خبرو کې د ستونزو له کبله د دغه هېواد بانکونه تړل شوي وو او پر هغو کسانو، چې د اې ټي ایم ماشینونو له لارې یې د پېسو د اېستولو هڅې کولې بېل شرایط پرې وضع شوي وو.

تېره اونۍ د یونان د حکومت او نړیوال پور ور کوونکو ترمنځ هوکړه وشوه، چې له کبله یې یونان په یورو زون کې د پاتې کېدو فرصت پیدا کړ، د دغې هوکړې پر بنسټ یونان ته د نورو پور ور کولو لپاره باید په دغه هېواد کې اصلاحات راوستل شي.

سره له دې، چې بانکونه پرانیستل شول خو لا هم ډیر شرطونه پر خپل ځای پاتې دي.

بل خوا جرمني وايي، چې یونان ته د ورکړي پور په تړاو به څه مراعت وکړي خو څه کمي په کې نه راولي یوازې د بیرته ورکولو پر شرایطو او معاملو باندې خبرې کېدای شي وکړي.

له دغه هېواد نه د زیاتو پېسو پر لېږد او د چېک په مټ د پېسو پر اېستلو لا هم بندیز لګېدلی.

سربیره پر دې د پرچون په ډول د پیر په معامله کې ۱۳ سلنه مالیه ۲۳ سلنې ته لوړه شوه او په مالیه کې زیاتوالی په هغو اصلاحاتو کې شامل و، چې یونان ته پور ورکوونکو د دیوالي کیدو پر پکیج له خبرو مخکې غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption د یورو مرکزي بانک په دغه هېواد کې د حکومت لخوا د اصلاحاتو له پکیجه د ملاتړ له اعلان وروسته له یوناني بانکونو د ملاتړ اعلان وکړ

د یونان مخکیني مالیې وزیر ویلي و، چې په هېواد کې اقتصادي اصلاحات له ناکامۍ سره مخ دي.

له بي بي سي سره په خبرو کې د یونان مخکیني مالیې وزیر وروفاکس ویلي و:"یونان چې پر کوم پروګرام عمل کوي هغه به د اقتصاد د مدیریت په تاریخ کې تر ټولو د بدې بېلکې په ډول په یاد کې پاتې شي".

وروفاکس ویلي:"د دغې کړنې ضامن چې هر څوک وي دغه پروګرام د ناکامي پر لور روان دی". تېره پنجشنبې د یورو مرکزي بانک په دغه هېواد کې د حکومت لخوا د اصلاحاتو له پکیجه د ملاتړ له اعلان وروسته له یوناني بانکونو د ملاتړ اعلان وکړ.

ورته مطالب