ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران اتومي هوکړه تصویب کړه

د انځور حقوق AFP

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د ایران او ۵+۱ هېوادونو ترمنځ د تېرې اونۍ اتومي هوکړه تاييدوي.

د امنیت شورا ۱۵ غړو د دغه هوکړه لیک په اړه مثبته رایه ورکړه.

دغه هوکړه د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه له ۵+۱ هېواوادونو سره د ایران اتومي هوکړې متن یا ،جامع پروګرام او ګډ اقدام، ترسره کولو ته اړباسي.

د دغې هوکړې پربنسټ، که ایران خپلې ژمنې عملي کړي د دغې شورا لخوا د ایران د اتومي پروګرام په اړه پخوانۍ ټولې هوکړې لغوه کېږي، خو ځینې محدویتونه لکه د وسلو د پېر او پلور په تړاو تر څو کلونو دوام کوي.

په دغه هوکړه لیک کې وړاندویېنه شوې که چېرې کوم یو هېواد سرغړونه وکړي او په هوکړه کې د شوې سرغړونې د ټاکل شوې کمیټې لخوا تایید شي د هوکړې لغوه کول یا دوام یې په امنیت شوری کې رای ورکولو ته وړاندې کېږي.

دا په دې معنی ده چې د مخکینیو هوکړه لیکونو د دوام یا لغوې په تړاو د وېتو حق لرونکو هېوادونو د مخالفت د امنیت شورا لخوا د پخوانیو بندیزونو د بیا ګرځېدو باعث کېدای شي،‌لکه روسیه یا چین نه شي کولی چې د بندیزونو د لګولو مخنیوی وکړي.

له دغه هوکړه لیک سره د ضمیمه شوې څرګندونې له یوه بند سره چې د ایران د توغندیو د فعالیت په اړه ده د ایران د ساتونکو پوځ له مشر او د دغه هېواد د پارلمان د ځینیو غړو له مخالفت سره مخامخ شو.

د امریکا په کانګرس کې هم د دیموکرات او جمهوریت غوښتونکو ځینو استازو د امریکا پر دولت نیوکه وکړه چې له ایران سره اتومي هوکړې د ارزونې لپاره د کانګرس د ۶۰ ورځني فرصت نه مخکې د امنیت شورا ته د تصویب لپاره وړاندې شي.

ورته مطالب