د سخت دريځۍ پر ضد برتانوى دريځ په ډاگه شو

 ديويد کامرون د انځور حقوق PA
Image caption لومړي وزير ديويد کامرون پر برتانوي مسلمانانو غږ وکړ چې د افراطيت په ختمولو کې گډه مبارزه ورسره وکړي

لومړي وزير ديويد کامرون ژمنه وکړه چې په ټولنه کې د نه يو ځاى کېدا "ناکامي" به له منځه وړي.

له برتانيا سوريې ته د تلونکو په سلگونو ځوانانو د تگ يو دليل همدا بلل شوى چې گواکې دغه کسان په برتانوۍ ټولنه کې ښه نه دې جذب شوي. ښاغلي کامرون وويل ځينې مسلمان زلمي د برتانيا له ټولنې سره ډېر نه دې تړل شوي.

ده ژمنه وکړه چې د داعش په څېر ډلې به ځلېدا ته نه پرېږدي او زلمي به له هغو "رښتينو ظلمونو" خبروي چې دغه ډله يې کوي.

د برتانيا په دويم لوى ښار برمېنگهم کې د خبرو پر وخت ښاغلي کامرون څلور مهم مسايل ياد کړل چې د ده په وينا بايد حل لار ومومي.

په دغو څلورو برخو کې له افراطي ايديالوژۍ سره مبارزه، د سخت دريځۍ بهير، د روڼ اندو مسلمانانو د غږ پورته کېدا او په ځينو برتانوي مسلمانو زلمو کې د هويت د کړکېچ خبره شامله ده.

برتانوي لومړي وزير خپل هېواد گڼ توکمى، د گڼو اديانو لرونکى ديموکراتيک کور وباله چې نړۍ ته بېلگه ده.

پر مسلمانانو غږ

ده پر برتانوي مسلمانانو غږ وکړ چې په گډه د افراطيت " زهر" له منځه يوسي.

د حکومت په تگلارو کې مهمې ټکي په دې ډول ياد شول:

  • ميندو پلرونو ته دا واک چې که په خپلو اولادونو شک وکړي چې له ترهگرو ډلو سره يو ځاى کېږي نو پاسپورټونه ترې واخلي.
  • د هغو تلويزيونونو مخنيوى چې افراطي پيغامونه خپروي.
  • ښوونځي وهڅول شي چې د بېلا بېلو ولسونو ماشومان په کې سره يو ځاى شي
  • په زندانونو او وېبپاڼو کې د سخت دريځۍ د ستونزې حل
  • د افراطيت د خپراوي دلايلو ته پام

لومړي وزير وويل د برتانوي ارزښتونو د پلي کولو په لار کې ځينې ډاډه نه دي، ده په ځانگړې توگه په زور د ودونو او د ښځو د سنتولو په څېر چارې يادې کړې چې ځينې مسلمانې برتانوي کورنۍ يې لا هم پلې کوي.

ديويد کامرون وويل " کلتوري حساسيتونه" بايد نور د دې سبب نه شي چې په داسې مسايلو سترگې پټې شي.

ورته مطالب