کیوبا په امریکا کې ۵۰ کاله وروسته خپل سفارت پرانیست

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دواړو هېوادونو مشرانو تېر کال دسمبر میاشت کې د اړیکو د بیا پیلولو اعلان کړی و.

د امریکا متحده ایالتو د کیوبا له خوا په واشنګټن کې له، څه دپاسه ۵۰ کلونو وروسته، د دغه هېواد سفارت د پرانیستلو هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو نوی پیل بللی دی.

د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو روډریګز وویل پر هېواد یې باید د امریکا له خوا ۵۳ کاله پخوا لګول شوي سوداګریز محدودیتونه لرې کړای شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، د دواړو هېوادونو تر منځ اوس هم ډېر مخالفتونه شته او دا چې د اړیکو په بشپړ ډول ښه کولو لپاره لا هم ډېر وخت ته اړتیا ده.

نوموړي وویل: "په تېر وخت فکر کول ګټه نه لري. موږ په سم لور یو تاریخي ګام پورته کړی دی".

له سفارته بهر، ګڼو خلکو د کیوبا د ملي سرود د غږېدو پر مهال خوښي څرګنده کړه.

تر دې مخکې د اړیکو ښه کولو په برخه کې د ولسمشر اوباما هڅو ځکه نتیجه نه وه ورکړې چې کیوبا د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یو کارکونکی الن ګراس د جاسوسۍ په تور نیولی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له سفارته بهر، ګڼو خلکو د کیوبا د ملي سرود د غږېدو پر مهال خوښي څرګنده کړه.

نوموړی تېر کال د پټو خبرو اترو په پایله کې خوشې شو.

کیوبا ته د امریکايي وګړو پر سفر محدویتونه لا هم پر خپل ځای دي. دغه راز پر ډېرو امریکايي شرکتونو کیوبا کې د سوداګرۍ بندیز هم له منځه نه دی تللی.

کیوبا وايي دغو محدودیتونو او بندیزونو یې د هېواد اقتصاد ته سخت تاوان رسولی دی.

د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو له ولسمشر اوباما غوښتي چې دغه بندیزونه لرې کړي، خو په دې اړه باید د امریکا کانګریس رایه ورکړي.

د دواړو هېوادونو مشرانو تېر کال دسمبر میاشت کې د اړیکو د بیا پیلولو اعلان کړی و.

ورته مطالب