"سوریې سره پر پوله به امنیتي تدبیرونه ډېر شي"

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیسو د لاریون کوونکو د خپراوي لپاره د اوښکوبهونکو ګازو، مصنوعي ډزو او له اوبو څخه کار واخیست

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو له سوریې سره پر ګډه پوله د امنیت د ټینګښت یادونه وکړه.

نوموړي وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې په سویلي ښار سوروچ کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل او نژدې ۱۰۰ تنه یې ټپیان کړل.

د دغې پېښې څېړونکي په دې نظر دي چې دغه برید د اسلامي دولت نومي ډلې لخوا یوې ځانمرګې برید کوونکې مېرمنې تر سره کړی.

خبریالان وايي، ترکیې اوس د وسله والو پر وړاندې عملیات پیل کړي چې مخکې پر دغه هېواد د سترګو پټولو تور و.

له دغې چاودنې وروسته انقره، استانبول او په نور سیموکې د شويو لاریونونو ګډونوال له پولیسو سره په شخړه واوښتل.

پولیسو د لاریون کوونکو د خپراوي لپاره د اوښکوبهونکو ګازو، مصنوعي ډزو او له اوبو څخه کار واخیست.

لومړی وزیر احمد داود اوغلو وايي، چې له لومړیو څېړنو داسې ښکاري چې دغه برید د اسلامي دولت ډلې لخوا ترسره شوی.

په پلازمېنه انقره کې د خبري غونډې پر مهال نوموړي وویل، ترکې د اسلامي دولت پر خلاف اړین اقدامات ترسره کړي او په راتلونکي کې به هم دا ډول ګامونه پورته کوي.

نوموړي وویل:"موږ د سخت دریځې پېښې سره مخامخ شوي یوو . هرڅوک چې د دغې پېښې مسوول دی، هغه به ومومو او موږ دا حوصله لرو چې هغه د خپلو کړنو په سزا ورسو."

ښاغلي اوغلو وويل:"له سوریې سره زموږ پر ګډه پوله به امنیتي تدبیرونه لا ټینګ شي".

د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریال جم میور وايي، پر ترکیې تور دی چې د اسلامي دولت پر فعالیتونو سترګې پټوي دې سره ترکیې د وسله والو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې دغه برید دغو عملیات په غبرګون کې تر سره کېږي.

Image caption له دغې چاودنې وروسته انقره، استانبول او په نور سیموکې د شويو لاریونونو ګډونوال له پولیسو سره په شخړه واوښتل

د سوریې په کوباني ښار د اسلامي دولت ډلې لخوا د بریدونو له کبله ډېر شمېر خلک سوروچ ښار ته کډه شول.

اوس په ترکیې کې د سوریې وګړو لوی پنډغالی په سوروچ ښار کې موجود دی او په دې کې نژدې ۳۵ نژدې زره کسان شتون لري.

په کوباني کې د تېر کال په سپتامبر کې د اسلامي دولت ډلې او کردي جنګیالیو ترمنځ جګړه پیل شوه او اوس کردي جنګیالیو پر دغه ښار واکمني تر لاسه کړې.

ورته مطالب