ترکیه کې خلکو د حکومت پر ضد لاریونونه کړي

Image caption مظاهره کونکو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل.

ترکیه کې د ډېرو هغو ۳۲ کسانو د جنازې مراسم ترسره شول چې سوریې سره پر پوله د سوروچ په ښارګوټي کې د یوه ځانمرګي برید پایله کې وژل شوي وو.

دا د ترکیې پر خاوره د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

د جنازې له مراسمو وروسته خلکو له غوصې ډکې مظاهرې وکړې. مظاهره کونکو د حکومت پر ضد شعارونه ورکړل.

دوی پر حکومت تور ولګاوه چې سوریه کې د اسلامي دولت په نامه ډلې سره همکاري کوي.

سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، مظاهره کونکي په دې باور دي چې د ترکیې حکومت غواړي د اسلامي دولت ډلې اورپکي د سوریې د کردانو پر ضد وکاروي.

دوی دغه راز پر حکومت تور ولګاوه چې د ترکي ځوانانو غونډې لپاره یې لازم امنیتي تدابیر په پام کې نه وو نیولي.

ځانمرګي برید کې ډېری وژل شوي کسان محصلین وو چې د سوریې د کوباني ښار د بیا رغونې په اړه یې خبرې کولې.

Image caption په ځانمرګي برید کې د ځینو وژل شویو کسانو څېرې.

کوباني کې اوسمهال کردي جنګیالي د اسلامي دولت په نامه ډلې اورپکو سره په جګړه بوخت دي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو وویل، چارواکو مشکوک بریدګر پېژندلی دی.

نوموړي وویل: "یو مشکوک کس پېژندل شوی دی. زموږ پلټنې په دې اړه روانې دي چې دغه کس په کور دننه یا نړیوالې اړیکې لري که نه".

"لکه څنګه چې ما پرون وویل، د ځانمرګي برید او د اسلامي دولت ډلې تر منځ څرګند تړاو شته."

ښاغلي اوغلو زیاته کړه: "زه د پلټنو تر بشپړېدو نور څه نه شم ویلی. هیلمن یو چې پلټنې به نتیجه ورکړي".

ترکیې کې چارواکو له برید وروسته ویلي چې چاودنه ښايي د یوې ښځینه ځانمرګې بریدګرې کړې وي.

ورته مطالب