امریکا د ایران د روحاني مشر پر څرګندونو اندېښنه ښوولې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، ښکاره نه ده چې د خامنه اي څرګندونې د ایران د تګلارې برخه ده که څنګه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د امریکا په اړه د ایران د روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي وروستۍ څرګندونې "د اندېښنې وړ او ستونزمنې" بللې دي.

ښاغلي خامنه ايي د کوچني اختر پر مهال په خپلو خبرو کې د ایران اتومي پروګرام تړون او نړیوالو قدرتونو ته په اشاره ویلي وو چې د امریکا پر وړاندې به یې د هېواد سیاست کې هېڅ بدلون را نه شي.

نوموړي همدا راز ویلي وو چې ایران به په سیمه کې د خپلو ملګرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، ښکاره نه ده چې د خامنه اي څرګندونې د ایران د تګلارې برخه ده که څنګه.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اتومي تړون پر مخالفینو تور لګولی چې دوی جنګ غواړي.

ښاغلي اوباما ویلي دا هغه خلک دي چې عراق سره یې په جګړه کې بیړه کړې وه.

بله خوا د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر اسرایلو ته خپل سفر پای ته رسولی.

دا تېره اوونۍ د ایران د اتومي پروګرام له تړون وروسته، منځني ختیځ کې د امریکا د متحدینو د ډاډ لاسته راوړلو په موخه د نوموړي لومړی سفر و.

ښاغلي کارټر د دغه سفر په پای کې د اسرایلو له لومړي وزیر بنجامین نتنیاهو سره اوږدې خبرې اترې درلودې.

ټاکل شوې له دې وروسته ښاغلی کارټر سعودي عربستان او اردن ته هم سفرونه وکړي.

دغه دواړه هېوادونه اندېښنه لري چې د اتومي پروګرام تړون به په سیمه ییزو شخړو کې د ایران مداخله لا پراخه کړي.

بنجامین نتنیاهو د ایران د اتومي پروګرام تړون یوه تاریخي تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې دی په کلکه د دغه تړون مخالف دی.

ورته مطالب