برمنګهام پوهنتون کې لرغونې قرآني پاڼې موندل شوې

Image caption دغه مخطوطه په حجاري لیکبڼه لیکل شوې، چې د اسلام په لومړیو کې د عربي متنونو لیکلو لپاره همدا لیکبڼه دود وه.

په برمنګهام پوهنتون کې څېړونکو د قرآن ځینې لرغونې پاڼې موندلې دي، چې وايي قدامت یې نژدې ۱۳۷۰ کاله اټکل شوی او دا د قرآن تر ټولو لرغونې پاڼې دي.

دغو قرآني پاڼو ته د پوهنتون په کتابتون کې نژدې یوه پېړۍ د هېچا پام نه و.

په بریتانوي کتابتون کې د مخطوطاتو یوه ماهر ډاکټر محمد عیسی والي وايي دغه ''لویه موندنه د مسلمانانو زړونو ته خوشحالي ورکوي''.

د دغې قرآني نسخې ترڅنګ د منځني ختيځ په اړه ځینې نورې مخطوطې هم شته، خو د هېچا پام نه و وراوښتی چې ګني دا په یاد کتابتون کې د قرآن تر ټولو لرغونې پاڼې دي.

لرغوني متنونه

ددغې قرآني مخطوطې د عمر معلومولو په اړه آزموینه شوې ده. دا پاڼې د دوکتورا یوه محصل په ناڅاپي توګه موندلې دي.

په پوهنتون کې د ځانګړو ټولګو مشرې سوزان ورال وايي، د څېړونکو خوا او خاطر ته نه لوېده، چې ګني ''دومره قدیمي قرآني پاڼې به دلته وي''.

دا وايي ''په ګرده نړۍ کې دلته د تر ټولو لرغونو قرآني پاڼو موندل رښتیا هم د حیرانتیا خبره ده.''

په آکسفورډ پوهنتون کې ددغو قرآني پاڼو په اړه هم څېړنه شوې، چې وايي د مېږو یا وزو د پوستکي پر یوې ټوټې لیکل شوی، چې دا په ګرده نړۍ کې د قرآن تر ټولو لرغوني متن یوه ټوټه ده.

Image caption په برمنګهام پوهنتون کې دغه مخطوطه د منځني ختيځ په اړه له ډېرو نورو وثیقو سره یوځای ساتل شوې ده.

په دې آزموینه کې د دغې مخطوطې د لیکلو نېټه د ۵۶۸ او ۶۴۵ میلادي کلونو ترمنځ اټکل شوې ده.

په مسیحي او اسلامي دینونو کې متخصص او د پوهنتون استاد پروفیسر ډیویډ توماس وايي دغه ''متن موږ د اسلام لومړیو کلونو ته ستنوي.''

په نبوي سیرت کې راغلي چې پر پیغمبر محمد د ۶۱۰ او ۶۳۲ کلونو ترمنځ وحی نازله شوې ده.

پروفیسر توماس زیاتوي ''د برمنګهام پوهنتون د دغې مخطوطې د اټکلي عمر ترڅنګ ویل شوي، چې د مخطوطې لیکوال د پیغمبر په زمانه کې ژوند کړی دی.''

دی وايي ''ارومرو د مخطوطې لیکوال پیغمبر محمد پېژانده، شاید هغه یې لیدلی وي او غوږ یې ورته نیولی وي، یا یې شاید له خپلوانو وي.''

لومړۍ نسخې

پروفیسر توماس وايي د ''وحی'' ځینې متنونه د خورما د ونې پر پاڼو، تیږو، پوستکي یا د اوښانو د اوږو پر هډوکو لیکل شوي، د قرآن وروستۍ نسخه په ۶۵۰ میلادي کال راغونډه شوې ده.''

Image caption دغه مخطوطې په شلمه پېړۍ کې د عراق موصل ښار ته څېرمه زیږېدلي کلداني پادري الفونس منګنا راغونډې کړې وې.

نوموړی دا هم وايي چې ''د قرآن دغه آیاتونه کټ مټ هغه شان دي چې نن په نړۍ کې دي، په دې سره لیدل کېږي چې په قرآن کې تحریف نه دی شوی، بلکې د قرآن له نزول راهیسې تر اوسه یو شان پاتې شوی.''

دا متن په حجازي لیکبڼه (خط) لیکل شوی، چې په لومړي سر کې به عربي متنونه پرې لیکل کېدل.

دوکتور والي وايي، د قرآن ''وروستۍ نسخه'' د درېیم خلیفه (عثمان بن عفان رضی الله عنه) په زمانه کې ووېشل شوه:

''اسلامي ټولنه کې دومره ‎شتمني نه وه، چې د حیواناتو پر پوستکي لیکل شوي متنونه دې د څو پېړیو لپاره وساتلی شي. ځکه د قرآن بشپړې نسخې ساتلو لپاره ډېر پوستکي ته اړتیا وه.''

دغه مخطوطه د منځني ختيځ په اړه د هغو څه باندې ۳۰۰۰ وثیقو او مخطوطو یوه برخه ده، چې په شلمه پېړۍ کې د عراق موصل ښار ته څېرمه زیږېدلي کلداني پادري الفونس منګنا راغونډې کړې وې.

Image caption د برمنګهام مرکزي جومات د شورا مشر محمد افضل وايي ''کله مې چې دا پاڼې ولیدې، ډېر خوشحاله شوم.

ده منځني ختيځ ته د اډوارډ کادبرین تر څارنې لاندې ددغو مخطوطو او وثیقو راغونډولو لپاره سفر وکړ.

د برمنګهام پوهنتون چارواکو ویلي، دغه مخطوطه به د عامې نندارې لپاره وړاندې شي.

د برمنګهام مرکزي جومات د شورا مشر محمد افضل وايي ''کله مې چې دا پاڼې ولیدې، ډېر خوشحاله شوم. له خوښۍ مې سترګې له اوښکو ډکې شوې. زه باوري یم چې د بریتانیا له هر ګوټه به ددغو پاڼو کتلو لپاره خلک برمنګهام ته راشي.''

پروفیسر توماس وايي، دا مخطوطه د برمنګهام خلکو ته ښيي چې دوی اوس یوه ''بې شانه زېرمه'' لري.

ورته مطالب