بغداد کې چاودنو تر ۲۰ ډېر کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملګرو ملتونو د روانې میاشتې لومړیو کې وویل، په تېرو ۱۶ میاشتو کې عراق کې شاوخهوا ۱۵ زره کسان وژل شوي دي.

د عراق پلازمېنه بغداد کې چاودنو تر ۲۰ ډېر کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.

تر ټولو خونړۍ چاودنه د موټر بم په مټ د خرڅلاو په یوه بازار کې شوې ده.

پولیس وايي، د چارشنبې په ورځ د بغداد په سوېل لوېدیځ (البیاع) شیعه مېشتې سیمې (شهیدانو کلي) بازار کې د موټر بم په مټ چاودنې لږترلږه ۱۸ کسان ووژل.

بله چاودنه د بغداد په شمال ختیځ (حي الشعب) کې شوې، چې پنځه کسان پکې وژل شوي دي.

فرانس پرېس خبري آژانس د عراقي امنیتي سرچینو په حواله ویلي، د پوځ او پولیسو د تلاشۍ پوستو کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي.

خو یوې طبي سرچینې یاد آژانس ته ویلي، برید د موټر په مټ شوی.

تر اوسه ددغو بریدونو پړه هېڅ کومې ډلې پرغاړه نه ده اخیستې.

په تېرو ورځو کې د عراق پلازمېنه بغداد د یو لوړ خونړیو بریدونو شاهده وه.

د تېرې سې شنبې په ورځ هلته دوو بریدونو لږترلږه ۳۰ کسان ووژل.

د سې شنبې د برید پړه ''اسلامي دولت'' ډلې منلې، چې وايي، شیعه وسله وال یې په نښه کړي دي.

ملګرو ملتونو د روانې میاشتې لومړیو کې وویل، په تېرو ۱۶ میاشتو کې عراق کې شاوخهوا ۱۵ زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب