د ګوانتانامو زندان د تړلو ''وروستی پړاو''

د انځور حقوق .
Image caption په ۲۰۰۳ کال په دې زندان کې ۶۸۴ بندیان ساتل کېدل.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي، د ګوانتانامو لانجمن زندان د تړل کېدو وروستی پړاو په بشپړېد دی. امریکا وايي، دغه زندان د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب په خاطر تړي.

که څه هم د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۸ جنورۍ کې واک ته له رسېدو وروسته ددغه زندان د تړلو ژمنه کړې وه، خو ښکاري چې نوموړی یې په تړلو کې له ستونزو سره مخامخ شوی و.

د دغه زندان د تړل کېدو طرحه به کانګرس ته وړاندې کېږي، خو ښکاري چې په کانګرس کې ډېری جمهوریت غوښتونکي وکیلان یې له تړل کېدو سره کلک مخالفت لري.

جوش ارنسټ وايي، د روان کال لومړیو کې له دغه زندانه زیاتره بندیان لېږدول شوي، چې اوس یوازې ۱۲۲ بندیان پکې ساتل کېږي.

په ۲۰۰۳ کال په دې زندان کې ۶۸۴ بندیان ساتل کېدل.

کانګرس امریکا ته د ګوانتانامو د زندانیانو له لېږدولو سره مخالفت لري.

ګڼ پر دې اند ډي چې د ځینو بندیانو خوشي کېدل خطرناک دي، خو د امریکا متحده ایالتونه وايي دوی اوس هېڅ داسې دلیل نه لري چې ددغو بندیانو پرضد یې په پوځي یا ملکي محکمو کې وړاندې کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کانګرس امریکا ته د ګوانتانامو د زندانیانو له لېږدولو سره مخالفت لري.

ارنسټ وايي ''امریکا ځینې بندیان خپلو هېوادونو او یا درېیم هېواد ته استولي''، دا لړۍ به د زندان تر بشپړو بندېدو پورې دوام وکړي.

د ګوانتانامو پوځي زندان په ۲۰۰۲ کال د مخکیني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال جوړ شو، چې د جګړې د مجرمینو په پلمه یې مشکوک کسان پکې بندیان کړل.

د انځور حقوق AP
Image caption د دغه زندان د تړل کېدو طرحه به کانګرس ته وړاندې کېږي، خو ښکاري چې په کانګرس کې ډېری جمهوریت غوښتونکي وکیلان یې له تړل کېدو سره کلک مخالفت لري.

ورته مطالب