ایران کې د اعدام کچه ''بې سارې لوړه'' شوې ده

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۲۰۱۵ کې زیاتره اعدام شوي د نشه يي توکو په قاچاق تورن شوي وو

د 'بښنې نړیوال سازمان' ویلي، په ایران کې سږ کال د اعدام کچه 'په بې سارې توګه' لوړه شوې ده.

دغه سازمان وايي، د روان کال له د جنورۍ له لومړۍ نټېې د جولای تر ۱۵ پورې، ایران ۶۹۴ کسان اعدام کړي، چې د ایراني چارواکو له خوا د اعلان شویو اعدامونو پرتله درې برابره ډېروالی ښيي.

په ۲۰۱۴ کې ویل شوي وو، چې په یاد کال کې ایران لږترلږه ۷۴۳ کسان اعدام کړي وو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د اعدامونو دغې لړۍ سخت خواشینی کړی، ځکه چې په محکمو کې تورن د مدافع وکیل نیولو له حقه بې برخې شوي دي:

''دوی [تورن کسن] یا په زور اعتراف ته اړایستل شوي که نه د زندان تورو خونو ته ورټېل وهل شوي''.

''په ایران کې محاکمې ډېرې کمزورې دي او بندیان وکیلانو ته هېڅ لاسرسی نه لري، بندیان د استیناف حق نه لري''.

'د وېرې فضا'

د روان ۲۰۱۵ کال د جولای تر ۱۵ پوې، ایراني چارواکو په رسمي توګه د ۲۴۶ کسانو د اعدام خبرونه اعلان کړي، خو د بښنې نړیوال سازمان ویلي دوی ته د ۴۴۸ نورو کسانو د اعدام رپوټونه هم رسېدلي دي.

که چېرې دا شمېرې تایید شي، نو په حقیقت کې ایران هره ورځ درې کسان اعدام کړي.

ایراني سرچینې وايي، په ۲۰۱۴ کال، ۲۸۹ کسان اعدام شوي، خو رپوټونه ښيي چې دا شمېره ریښتینې نه ده، بلکې لږترلږه ۷۴۳ کسان اعدام شوي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، ددغو اعدامونو د انګیزې په اړه څرګند دلایل نه شته، خو په ۲۰۱۵ کې زیاتره اعدام شوي کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي او محاکمه شوي دي.

دغه سازمان وايي، ایران له کلونو راهیسې د نشه يي توکو د قاچاق د مبارزې به برخه کې له سختګیرۍ کار اخیستی او د وګړو په منځ کې د وېرې د فضا جوړولو لپاره یې د اعدام سزاګانې ډېرې کړې دي، خو تر اوسه هېڅ ثابته شوې نه ده، چې ډېر اعدامونه د نشه يي توکو د قاچاق مخه نیولی شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په اعدام شویو کې د لږکیو مذهبي کسان، کردي سیاسی بندیان هم وو

په اعدام شویو د لږکیو مذهبي کسان هم دي، له 'خدای سره د دښمنۍ' په تور او 'په ځمکه کې د فساد خپرولو' په تور هم ګڼ کسان اعدام شوي.

په دا ځړول شویو کې کردي سیاستوال بندیان او سُنیان هم دي.

'امنسټي انټرنېشنل' وايي، دا مهال په ایران کې زرګونه بندیان د اعدام سزاګانو ته په انتظار دي، د اعدام شویو کسانو کورنۍ د هغوی د دوستانو له اعدام څو ورځې یا آن څو اونۍ وروسته خبرېږي.

ورته مطالب