د اسرائیلي پوځ ډزو یو فلسطینی سړی وژلی

د انځور حقوق AFP

د اسرائیلي پوځيانو په ډزو یو فلسطینی سړی وژل شوی دی.

د لوېدیځې تراډې روغتیايي سرچینې وايي، دغه سړی هغه مهال ووژل شول، چې اسرائیلي پوځيان یې د زوی نیولو لپاره د هغه کور ته ورغلي وو.

ددغه سړي زوی چې اسرائیلي پوځيان یې نیولو ته ورغلي وو، په پښه ټپي شوی دی.

دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي پوځ له لوري دویم وژل شوی فلسطینی دی.

فلسطیني سرچینې وايي، پېښه (الخلیل) ښار ته نېرې په بیت امر کلیواله سیمه کې شوې ده.

وژل فلاح ابو ماریا نومېږي، چې ۵۰ کلن و. نوموړی په سینه په مرمۍ ویشتل شوی.

رپوتونه وايي، ابو ماریا هغه مهال ووژل شو، چې اسرائيلي پوځيان یې کور ته د هغه د ۲۴ کلن زوی محمد د نیولو لپاره ورغلي وو.

فلاح ابو ماریا د ودانۍ ښکتني پوړ ته ددې لپاره کوز شوی، چې هلته څه کیسه روانه ده، خو اسرائیلي پوځيانو پرې ناڅاپي ډزې کړې دي.

اسرائیلو هم منلې ده چې هلته یې ډزې کړې.

اسرائیل ادعا کوي، چې سیمې ته یې د پوځیانو له رسېدو سره سم خلکو د تیږو ګوزارونه پرې وکړل.

تېره ورځ هم یو فلسطینی ځوان د اسرائیلي پوځيانو په ډزو د لوېدیځې تراډې په شمال جنین ښار کې وژل شوی و.

۲۲ کلن محمد علاونه د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده. د فلسطیني سرچینو بي بي سي ته وویل، اسرائیلي پوځيانو د جنین پر لوېدیځ برقین کلي برید وکړ.