"زما لویه ناکامي د وسلو د ملکیت د قانون په بدلولو کې پاتې را تلل دي"

دامریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما وايي، امریکا کې د وسلو د ملکیت د قانون تصویب د ده د واکمنۍ مودې لویه ناکامي ده.

ښاغلي اوباما امریکا کې د سپکو وسلو خونړیو بریدونو په اړه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، له دې چې په دې نه دی بریالی شوی دغه برخه کې بدلون را ولي ډېر ځوریږي.

د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه، چې د دغو حالاتو د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي خو ښاغلی جان ساپل چې د بي بي سي له خوايي له ده سره مرکه کوله ویلي، چې په دغه برخه کې نوموړی ډاډه نه ښکاري.

په دغه مرکه کې ښاغلي اوباما وویل، په دې وروستیو کلونو کې د توکمیز نژادي تاوتریخوالي پېښې شوې خو وايي، د ده د واکمنۍ مودې کې په امریکا کې توکمیز نژادي اړیکي ښه شوي.

په دغه مرکه کې ولسمشر اوباما د لویو کورنیو او نړیوالو مسایلو په اړه نظر څرګند کړ.

نوموړي په دغو خبرو کې د بریتانیا په اړه وویل، چې غوره ده په اروپايي ټولنه کې پاتې شي ځکه چې وايي، دا به یې نړیوال نفوذ خوندي وساتي.

له ایران سره د اتومي هوکړې په اړه اوباما ډاډ څرکند کړ، چې کانګریس به دا تایید کړي.

همدارنګه د امریکا ولسمشر ویلي، چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې د ماتولو لپاره سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.

کیدای شي ښاغلی اوباما نن جمعه(جولای ۲۴) د امریکا و لسمشر په توګه کنیا ته سفر وکړي.

د ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ پير به په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې پای ته ورسېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی اوباما وايي، ښه ده چې بریتانیا په اروپاي ټولنه کې پاتې شي ځکه چې دا به یې نړیوال نفوذ خوندي وساتي

ښاغلي اوباما وویل:"د سپتامبر له یولسمې را په دې خوا که ترهګریزو بریدونو ته پام وکړو له ۱۰۰ نه لږ امریکايي وګړي په کې وژل شوي خو د مهال په همدې پړاو کې د سپکو وسلو په ډزو کې د قربانیانو شمېر زرګونو ته رسېږي."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه:"له دې چې تر دې دمه په دې نه دی بریالی شوی چې د دې موضوع په اړه څه وکړي ده ته ځورونکې ده".

ښاغلي اوباما د خپلې ولسشمرۍ له پیل را هیسې هڅه کړې چې د وسلو د ملکیت قانون سخت شي خو تر دې دمه نه دی بریالی شوی چې په دې برخه کې څه بدلون را ولي.

ورته مطالب