د سوماليا پر هوټل بريد کې ۱۰ کسان وژل شوي

Image caption ويل کېږي دا په موګاديشو کې يو له تر ټولو لوی او خونړی برید ګڼل کېږي

د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې پر يوه هوټل بريد کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

په ښار کې د بي بي سي خبريال وايي پر جزيره هوټل بريد کې له يوې لارۍ موټر کار اخيستل شوی و.

امبولانسونه د پېښې له ځايه د وژل شويو کسانو مړي او ټپيان لېږدوي.

ويل کېږي دا په موګاديشو کې يو له تر ټولو لوی او خونړی برید ګڼل کېږي.

د سوماليا الشباب ډلې په ياد شوي هوټل د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده او وايي د افريقايي ټولنې او د سوماليا حکومت د بريد په ځواب کې يې دغه بريد کړی دی.

ويل کېږي په دې هوټل کې زياتره وخت نړيوال دپيلوماتان اوسېږي چې پخوا هم پرې بريدونه شوي وو. په دغه ځاي کې د چين، مصر او قطر سفارتونه هم موجود دي.

رويټرز خبرې اژنس ته يوه پوليس نور اسوبل ويلي "يوه ځانمرګي خپله لارۍ د جزيرې هوټلې مخې ته الوځولې ده"

د فرانسې خبري اژانس د يوه دولتي امنيتي کارکوونکي له خولې وايي د هوټل امنيتي ساتوونکي هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي.

ورته مطالب