حوثيانو د سعودي اوربند رد کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګرو ملتونو په يمن کې د روان کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې

يمن کې د شيعه حوثي ډلې مشر د سعودي عربستان له خوا وړاندې شوی اوربند نه دی منلی.

د حوثي ياغيانو ډلې د ټولنيزې رسنۍ پر ټوېټر پاڼې راغلي د دې ډول اوربند ګټه يوازې "اسلامې دولت" ډلې او القاعده ته رسېږي.

په دغه پيغام کې د حوثې ډلې مشر عبدالملک حوثي ويلي "مبارزه روانه ده او جنګ نه ختمېږي"

سعودي ويلي وو "دغه اوربند له دې کبله کېږی چې اړمنو کسانو ته روغتيايي او بشري مرستې ورسولی شي"

خو ايتلافي ځواکونو دا هم ويلي وو "که چېرې حوثي ملېشې او د هغوی ملاتړي ځواکونه پوځي خوځښتونه پيل کړي نو دوی به يې ځواب ورکړي. د هوا او سمندر له لارې د دوی څارنه به دوام لري"

دا اعلان له هغه وروسته شوی و چې په صنعا او عدن کې د استوګنو پر سيمو کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د حوثي ياغيانو ډلې د ټولنيزې رسنۍ پر ټوېټر پاڼې راغلي د دې ډول اوربند ګټه يوازې "اسلامې دولت" ډلې او القاعده ته رسېږي

ملګرو ملتونو د روانې مياشتې لومړيو کې د يوې اوونۍ لپاره بشري اوربند اعلان وکړ، خو د سعودي ايتلاف وويل چې دا اوربند د ولسمشر منصور هادی په غوښتنه نه دی شوی.

سعوي او ايتلافي ځواکونو يې له تېرو څلورو مياشتو په يمن کې پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونه کوي.

ويل کېږي د يمن په جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي چې ډېری يې ولسي وګړي دي.

ورته مطالب