کامیرون کې ځانمرګي برید ۱۹ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP

د کامیرون په شمال 'مروا' ښار کې ځانمرګي برید ۱۹ کسان وژل او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

برید د شنبې په ورځ ناوخته له ګڼې ګوڼې یوې ډکې میکدې (قمارخانې) ته څېرمه شوی دی.

دا برید له هغو دوو هم مهاله ځانمرګو بریدونو درې ورځې وروسته شوی، چې لږترلږه ۱۳ کسان پکې وژل شوي وو.

چارواکي شکمن دي چې ددغو بریدونو تر شا امکان لري د نایجریا د سخت دریځې 'بوکو حرام' اورپکې ډلې لاس وي.

پوځي سرچینو ویلي، وروستی برید د 'مروا' ښار په بون ویر' سیمه کې شوی.

د کامیرون پوځ مروا ښار د سخت دریځو پرضد د عملیاتو د رهبرۍ د مرکز په توګه کاروي، چې له هماغه ځایه د بېلابېلو هېوادونو پوځيان له نایجریا سره پر پوله د اورپکو پرضد عملیات پلانوي.

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې، خو 'بوکو حرام' ډلې په وروستیو کې په نیجر، چاډ، نایجریا او کامیرون کې بریدونه ډېر کړي دي.

ورته مطالب