د قذافي زوی سیف الاسلام په اعدام محکوم شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سیف الاسلام محاکمه د وېډیو له لارې خپره شوه

د جنګي جرمونو په تړاو د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي د زوی سیف الاسلام محاکمه پای ته رسېدلې او نوموړی په اعدام محکوم شوی دی. په دې قضیه کې له دېرشو نورو تورنو کسانو اوه نور هم په اعدام محکوم شوي دي.

سیف الاسلام دا مهال له یوې اورپکې ډلې سره دی.

د سې شنبې په ورځ (جولای ۲۸مه) د لیبیا پلازمېنه طرابلس کې د سیف الاسلام وروستۍ محاکمه پای ته ورسېده، چې په لړ کې یې نوموړی د خلکو د وژنې په جرم په اعدام محکوم شو.

پر سیف الاسلام قذافي د داخلي جګړو او لاریونونو پرمهال د جنګي جرمونو تور دی، خو د قذافي د واکمنۍ د مهال دېرش نور چارواکي هم په دې قضیه کې تورن وو. محکمې له دې ډلې اوه تورن کسان هم په اعدام محکوم کړل.

په اعدام محکومو شویو کې د قذافي د واکمنۍ د استخباراتو مشر عبدالله السنوسي هم دی.

د محکمې د څرګندونو پربنسټ، په ۲۰۱۱ کال د معمر القدافي د واکمنۍ پرضد په سوله ییزو لاریونونو کې تورنو کسانو له زور زیاتي کار اخیستی و، چې په لړ کې یې ځینې کسان ووژل او ټپیان شول.

سیف الاسلام قذافي د محاکمې په اوږدو کې حاضر نه و؛ ځکه چې هغه اوسمهال په زنتان ښار کې له یوې اورپکې ډلې سره دی چې هغه ډله یې قضايي چارواکو ته له سپارلو ډډه کوي. همدا وه چې د هغه محاکمه د وېډیو له لارې ترسره شوه.

د انځور حقوق reuters
Image caption ویل کېږي د سیف الاسلام نیوونکو د هغه د شهادت ګوته غوڅه کړې ده. نوموړي په لیبیا کې د لاریونونو پرمهال د همدې ګوتې په ښورولو سره د خپلو مخالفانو د ځپلو ګواښ کړی و.

په طرابلس کې د نامناسب امنیتي وضعیت له کبله د سیف الاسلام محاکمه په یوه محرمانه ځای کې وشوه او خبریالانو ته د وېډیو له لارې د محاکمې جریان وښودل شو.

د شهادت ګوته

ویل کېږي د سیف الاسلام نیوونکو د هغه د شهادت ګوته غوڅه کړې ده. نوموړي په لیبیا کې د لاریونونو پرمهال د همدې ګوتې په ښورولو سره د خپلو مخالفانو د ځپلو ګواښ کړی و.

سیف الاسلام قذافي دري څلوېښت کلن او د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي دویم زوی دی، چې د خپل پلار د واکمنۍ پرمهال یې د لیبیا په سیاسي ډګر کې مهم رول درلود او خپل پلار ته یې د لاریونونو او لاریون کوونکو په ځپلو کې اوږه ورکړې وه.

د انځور حقوق Getty
Image caption سیف الاسلام قذافي د محاکمې په اوږدو کې حاضر نه و؛ ځکه چې هغه اوسمهال په زنتان ښار کې له یوې اورپکې ډلې سره دی چې هغه ډله یې قضايي چارواکو ته له سپارلو ډډه کوي.

د معمر القذافي د رژیم له نسکورېدو او د هغه او زوی یې معتصم تر وژل کېدو وروسته، د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې سیف الاسلام د قذافي یوازېنی ژوندی زوی و چې لاهم له هېواده نه و وتلی، خو د هماغه کال په نومبر میاشت کې له هېواده د وتلو د هڅې پرمهال د مخالفانو له لوري ونیول شو.

سیف الاسلام قذافي د لیبیا د مخکیني رژیم له هغو چارواکو دی، چې د جرمونو پروړاندې نړیوالې محاکمې هغه جنګي مجرم ګڼلی و، خو د لیبیا حکومت په ټینګار سره ویلي وو چې دغه تورن باید د لیبیا د ننه محاکمه شي او له سپارلو یې ډډه کړې وه.

د لیبیا حکومت ژمنه کړې وه، چې تورن به په عادلانه توګه محاکمه کړي او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به هغوی ته سزاګانې وټاکي.

معمر القذافي اووه زامن او یوه لور درلوده، خو ویل کېږي چې یو زوی او یوه لور یې په زوی ولۍ او لورولۍ منلي وو.

Image caption معمر القذافي اووه زامن او یوه لور درلوده، خو ویل کېږي چې یو زوی او یوه لور یې په زوی ولۍ او لورولۍ منلي وو.

د قذافي له زامنو معتصم له خپل پلار سره د مخالفانو له لوري ووژل شو، سیف العرب یې د ناټو په بمبارۍ کې ووژل شو. ویل کېږي د هغه بل زوی د خمیس په نوم هم وژل شوی دی. ساعدي قذافي د قذافي بل زوی و، چې د پلار د واکمنۍ له پرځېدو وروسته بهر ته وتښتېد، خو تېر کال لیبیا ته وسپارل شو او د محاکمې په انتظار دی.

د محمد او هنیبال په نوم د قذافي دوه نور زامن هم د هغه وخت په نظام کې مهم کسان وو، چې دواړه د کورنۍ له نورو غړو سره بهر کې د پناه په اخیستو وتوانېدل.

ورته مطالب