د ایران پر ''دښمنانه څرګندونو'' د سعودي وزیر نیوکې ډېرې شوې

د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلي جبیر د ایراني چارواکو پر څرګندونو د نیوکو ترڅنګ ویلي وو، چې ایراني چارواکي له خپلو ګاونډیانو سره ''دښمنانه'' چلند کوي.

په وروستیو کې د ایران د مذهبي مشر تر تر ''دښمنانه څرګندونو'' وروسته، پر دغه هېواد د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر عادل جبیر لفظي بریدونه او نیوکې ډېرې شوې دي.

د ښاغلي جبیر څرګندونې تر ډېره لفظي بڼه لري.

ښاغلي جبیر د ایراني چارواکو پر څرګندونو د نیوکو ترڅنګ ویلي وو، چې ایراني چارواکي له خپلو ګاونډیانو سره ''دښمنانه'' چلند کوي.

نوموړي ریاض کې له آغلې موګریني سره ګډې خبري غونډې ته وویل: ''دا ددې څرګندونه کوي، چې دوی له ګاونډیانو سره نه غوړي ښه چلند وکړي، بلکې په سیمه کې دښمنانه ګامونه اخیستل غواړي. ''

بحرین د تېرې شنبې په ورځ په ایران کې خپل سفیر ''د ایراني چارواکو د تکراري دښمنانه څرګندونو'' له کبله منامې ته وروغوښت.

یمن دا ګام هغه مهال واخیست، چې ''ایران ته کارکوونکي'' دوه مشکوک کسان یې ونیول او هغه نشه يي توکي یې شنډ کړل، چې په چاودنو کې ګټه ترې اخیستل کېده.

داسې ادعا هم کېده، چې په وسلو سمبال کسان د ایران له خوا بحرین ته استول کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د تېرې یکشنبې په ورځ کویت د سفر په اوږدو کې د بحرین ادعا بې ''بنسټه'' وبلله او دا یې د ایران او د عربي هېوادونو ترمنځ د همکاریو د ښه والي د مخنیوي لپاره یو ګام وباله.

ښاغلي ظریف ظاهراً عربستان ته په نغوتې (اشارې) سره وویل: ځینې هېوادونه.. . په دې سیمه کې د شخړې او جګړې غوښتونکي دي. ''

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم هم تهران کې وویل چې ''ښکاره ده چې د بحرین حکومت په سیمه کې د اوبو په خړولو سره فضا نارامه کړي. ''

خو د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جبیر د ایران دا څرګندونې ''د نه منلو'' وبللې.