ترکیه کې یو افسر وژل شوی د ګازو نللیکه الوځول شوې

Image caption د کردستان ولسي ګوند پوځي څانګې دیار بکر ولایت کې د چاودنې پړه منلې ده

د ترکیې امنیتي ځواکونو یو افسر ددغه هېواد په ختیځ کې وژل شوی او له ایران ته ترکیې ته د ګازو یوه غځېدلې نللیکه الوځول شوې ده.

د ترکیې د انرژۍ وزیر تانر یلدز ویلي، د ګازو دغه نللیکه په ختیځ اغري ولایت کې ده.

وزیر ویلي، د الوځونې له کبله بل شوی اور کنټرول شوی. دغه نللیکه د ایران له پولې ایله ۱۵ کیلومتره لیرې ده.

نوموړی زیاتوي، ترکي چارواکي وتوانېدل چې د نللیکې د الوځونې له کبله د ممکنه تلفاتو مخه ونیسي.

په ترکیه کې د بي بي سي خبریال د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، وسله والو د ترکي امنیتي ځواکونو یو افسر وژلی دی. دغه افسر د هېواد ختیځ موش ولایت پر یوه سړک د تېرېدو پرمهال پخپل ګاډي کې وژل شوی.

سرچینه وايي، افسر اصلان کولاکسیز نومېږي، چې غالباً د کردستان د مخالف کارګر ګوند وسله والو به وژلی وي.

دغه افسر له خپلې مېرمنې سره په موټر کې و، چې تر سخت ټپي کېدو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ترکي پوځ په هېواد، په تېره بیا کرد مېشتي دیار بکر ولایت کې امنیتي موانع او تالاشۍ ډېرې کړې دي

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د پېښې مسؤولیت نه دی منلی، خو په وروستیو کې د ورته بریدونو پړه د کردستان مخالف کارګر ګوند منلې ده.

ترکي ځواکونو په هېواد کې د اړدوړ جوړوونکو پرضد پراخ عملیات پیل کړي او په ټول هېواد کې یې امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي.

انقرې پر خپلې سوېلي پولې چې له سوریې سره نژدې ده، د ''اسلامي دولت'' پرضد بریدونه ډېر کړي دي، او د عراق په شمال کې یې د کردستان ګوند پر ځینو موخو بریدونه کړي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، د کردستان کارګر ګوند د وسله والو پرضد یې عملیات تر هغو پورې دوام لري چې ټولې وسلې یې پر ځمکې اېښې نه وي.

اوغلو په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي ''یا وسله یا دیموکراسي. خو دواړه مخته بېول امکان نه لري. ''

Image caption ترکي چارواکي کردي وسله وال پر امنیتي ځواکونو د بریدونو پړه بولي

ترکي چارواکي د کردستان کارګر ګوند تورنوي چې د هېواد په سوېل ختيځ کې چې ډېری اوسېدونکي یې کردان دي، د دوو ترکي پوځيانو په وژلو کې لاس لري.

د کردستان ولسي ګوند پوځي څانګې په دیار بکر ولایت کې د هغې چاودنې پړه منلې، چې دغه دوه پوځیان پکې وژل شوي وو، خو وروسته په ډاګه شوه، چې د وژل شویو شمېر اتو ته رسېدلی دی.

ورته مطالب