ایردووان: له کردانو سره سوله ''ناممکنه'' ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption په وروستیو کې د کردستان د کارګر ګوند د بریدونو له کبله د ترکیې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی

ترکي ولسمشر رجب طیب ایردووان هېواد یې په داسې حال کې له کردانو سره سولې ته دوام نه شي ورکولی، چې هغوی بریدونو ته دوام ورکوي.

په وروستي اړدوړ کې د ترکي ځواکونو او د کردستان د کارګر ګوند د وسله والو ترمنځ شخړو کې ځینې کسان وژل شوي دي.

ترکیې اوس د ''اسلامي دولت'' پرضد هم راخیستې ده. دغې ډلې تېره اورنۍ د ترکیې سوروچ ښار کې ځانمرګی برید وکړ، چې لږترلږه ۳۲ کسان پکې ووژل شول.

ترکیه د کردستان کارګر ګوند او ''اسلامي دولت'' ډله ترهګرې ډلې بولي.

شنونکي وايي، ترکیې تېره اونۍ د دغو ډلو په تړاو خپل نظر بدل کړی، او د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د امریکا په مشرۍ له ایتلاف سره یوځای شوې ده.

وړاندې ترکیه له دغه ایتلاف سره په یوځای کېدو کې پښه نیولې وه.

ولسمشر ایردووان د سې شنبې په ورځ انقره کې وویل: ''له هغو کسانو سره سولې ته دوام ورکول ممکن نه دي، چې زموږ ملي یووالی او ورورولي په نښه کوي.''

نوموړي دا څرګندونې څو وروسته وروسته تر هغه وکړې، چې ترکي جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د کردستان کارګر (پي کې کې) ګوند ځینې ځایونه بمبار کړل.

پي کې کې ددغو بریدونو په غبرګون کې وویل، چې له بریدونو سره هم مهاله د سولې بهیر مخته بېول ''بې معنا'' دي.

د کردستان کارګر ګوند – چې د ترکیې له خوا یوه ترهګره ډله اعلان شوې – له ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکیې په سوېل ختیځ کرد مېشتو سیمو کې د خپلواکۍ غوښتونکي دي، چې له هماغه مهال راهیسې یې د ترکي حکومت پروړاندې وسلې راخیستې دي.

نژدې درې کاله وړاندې، د ترکیې او د پي کې کې د مشر عبدالله اوجلان ترمنځ د دښمنۍ له منځه وړلو په موخه د سولې او جوړجاړي خبرې پیل شوې. دغه خبرې په ۲۰۱۳ کال کې د دواړو ډلو ترمنځ د اوربند پیلېدو لامل شوې.

خو د ځینو ترکي پوځیانو او افسرانو تر وژل کېدو وروسته، دغه هېواد پي کې کې ډله د دغو بریدونو ترشا وګڼله، چې بالاخره تېره اونۍ د ''اسلامي دولت'' پروړاندې بریدونو په لړ کې ترکیې د عراق په شمال کې د پي کې کې ځینې ځایونه بمبار کړل.

ترکي ولسمشر د ''ترکیې خلق دیموکراتیک'' ګوند ته هم د انتقاد ګوته ونیوه، دغې ډلې د ترکیې وروستیو ټاکنو کې وکړای شو چې پارلمان کې د پام وړ څوکۍ ترلاسه کړي.

د ترکیې ولسمشر ددغه ګوند مشران له پي کې کې ډلې سره په اړیکو لرلو تورن کړل، او د هغوی د قضايي څارنې او له ترکي پارلمان نه د دغه ګوند د استازو د ایستلو غوښتنه یې وکړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption نژدې درې کاله وړاندې، د ترکیې او د پي کې کې د مشر عبدالله اوجلان ترمنځ د دښمنۍ له منځه وړلو په موخه د سولې او جوړجاړي خبرې پیل شوې.

د ښاغلي ایردووان تر څرګندونو وروسته، د ترکیې د خلق دیمراتیک ګوند مشر صلاح الدین دمیرتاش د خپل ګوند له لوري د هر ډول قانون ماتونې تورونه رد کړل، بلکې د خپل ګوند سیاسي بریا یې د ښاغلي ایردووان د نیوکې اصلي ریښه وبلله.

ښاغلي دمیرتاش وویل: ''موږ هېڅ ډول نه بښل کېدونکې ګناه نه ده کړې. زموږ ګناه یوازې دا ده چې د خلکو ۱۳ سلنه رایې مو ترلاسه کړې دي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption د کردستان کارګر ګوند – چې د ترکیې له خوا یوه ترهګره ډله اعلان شوې – له ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکیې په سوېل ختیځ کرد مېشتو سیمو کې د خپلواکۍ غوښتونکي دي، چې له هماغه مهال راهیسې یې د ترکي حکومت پروړاندې وسلې راخیستې دي.
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب