ترکيه کې د پوځيانو پر کتار بريد کې دری عسکر وژل شوي

د انځور حقوق na
Image caption ترکان همهاله په عراق کې پر پي کې کې او سوريه کې پر "اسلامې دولت" ډلې هوايي بريدونه کوي

د ترکيې پوځ وايي د دې هېواد د کارګر ګوند (پي کې کې) ډلې د هېواد په جنوب ختيځ کې پر پوځيانو بريد کړی.

دوی وايي بي پيلوټه الوتکې، هليکوپټر او ځانګړي ځواکونه يې سيمې ته لېږلي چې د "پي کې کې" پر هدفونو بريدونه وکړي.

له تېرې اوونۍ وروسته کله چې د ترکيې ځواکونو پر پي کې کې بريدونه پيل کړي دا تر ټولو لوی او خونړی بريد ګڼل کېږي.

له دې وړاندې د ترکيې او پي کې کې ډلې تر منځ د دوو کلونو لپاره اوربند اعلان شوی و چې تېره اوونۍ د ترکيې له خوا پر کوردانو د هوايي بريدونو له کبله مات شو.

د ترکيې دولت وايي د پي کې کې له خوا بريدونو د سولې خبرې ناشونې کړې دي.

ترکان همهاله په عراق کې پر پي کې کې او سوريه کې پر "اسلامې دولت" ډلې هوايي بريدونه کوي.

د اوسني بريد په اړه، د ترکيې پوځ په يوه بيانيه کې ويلي د کوردانو بېل غوښتونکو د سېرنک ولايت کې د پوځ پر کاروان بريد کړی چې له کبله يې دری سرتېري وژل شوي.

د تېرې جمعې هوايي بريدونه د ترکيې ځواکونو او د پي کې کې ډلې تر منځ تاوتريخوالی زيات کړی دی، دغه ډله له ترکيې د کوردانو لپاره ازادي غواړي.

بل خوا ډېری هېوادونه لکه ترکيه، بريتانيا او امريکا د پي کې کې پر ډلې بنديز لګولی او دوی يوه ترهګره ډله يې بولي.

د ترکيې د استخباراتو پر وينا تېره اوونۍ پيل شويو بريدونو کې د عراق شمال او د ترکيې په جنوب ختيځو برخو کې د پي کې کې ۱۹۰ جنګيالي وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان دي.

ترکيې اوس د "اسلامي دولت" پر ضد هم را اخيستې ده، دغې ډلې تېره اوونۍ د ترکيې سوروچ ښار کې ځانمرګی بريد وکړ، چې لږ تر لږه ۳۲ کسان په کې و وژل شول.

د ترکيې له خوا د هوايي بريدونو له پيل وروسته تراوسه ۱۱ ترکيي عسکر وژل شوي.

د ترکيې ولسمشر وايي هېواد يې په داسې حال کې له کوردانو سره سولې ته دوام نه شي ورکولی، چې هغوی پرې بريدونه کوي.