٪۵۰ انټرنېټ کاروونکي فیسبوک کې بوخت وي

د انځور حقوق AFP

په نړۍ کې د نژدې ټولو انټرنیټ کاروونکو نیمايي يې فیسبوک کاروي. د ټولنیزو اړیکو فیسبوک ویبپاڼه وايي، هغه فیسبوک کاروونکي چې لږ تر لږه په میاشت کې یو ځل فیسبوک کاروي شمېر یې نژدې نیم میلیارد ته رسېږي.

دغه کمپنۍ وايي، چې ۵۰ سلنه انلاین کسان په میاشت کې یو ځل حتمي فیسبوک کار وي.

په نړۍ کې د انټرنیټ کاروونکو کسانو شمېر شاوخوا ۳ میلیارده کسانو ته رسېږي.

فیسبوک وايي، ۶۵ سلنه کاروونکي یې هره ورځ فیسبوک کاروي.

د فیسبوک د کاروونکو په شمېر کې د زیاتوالي له کبله د فیسبوک عواید هم زیات شوي او د اعلاناتو له کبله ګټه وټه تر لاسه کوي. ډېری په موبایل کې دغه ویبپاڼه ګوري.

دغه شرکت وايي، په امریکا کې ځیرک تیلیفون کاروونکي هره پنځمه دقیقه په فیسبوک کې تېروي.

سره له دې، چې د فېسبوک عاید ډېر شوی، د ونډو بازار کې د فېسبوک ونډو بیو کې درې سلنه ټیټوالی راغلی.

کارپوهان وايي، د شرکت لګښتونو ډېرېدو له کبله یې د ونډو بیه ټیټه شوې.

د فیسبوک په خبره په ۳۰ جون ختمېدونکي درې میاشتیني مهال کې د دغه شرکت لګښت ۸۲ سلنه ډېر شوی.

د فیسبوک د کمپنۍ مشر مارک زیکربرګ وايي، په لګښتونو کې د زیاتوالي لامل د نویو پروژو پیلول او په ټیکزاس کې د ډیټاوو مرکز جوړول دي چې پر انټرنېټ د فشار د کمښت له کبله ترسره شوي.

فېسبوک وايي، راتلونکي کې به پر خپله پاڼه درې اړخیز مواد هم خپروي.

ورته مطالب