د سخت دريځو یهودانو قصدي اور کې فلسطینی ماشوم لولپه شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption اور د یوه فلسطیني په کور کې نابلس ته څېرمه داسې مهال بل شوي، چې د کورنۍ غړي د شپې په خواږه خوب ویده وو

د لوېدیځې تراډې په هغه سیمه کې یو ۱۸ میاشتینی کوچنی ماشوم په اور کې لولپه شوی، چې تر ډېره پکې اسرائیل مېشت شوي دي.

اور د سخت دریځو یهودانو له خوا په قصدي ډول بل شوی دی.

اسرائیلي پولیس وايي، وژل شوی د یوې فلسطیني کورنۍ ماشوم دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، اور د یوه فلسطیني په کور کې نابلس ته څېرمه داسې مهال بل شوي، چې د کورنۍ غړي د شپې په خواږه خوب ویده وو.

د سوځېدلي ماشوم مور او پلار او د هغوی څلور کلن ماشوم هم سخت ژوبل شوی دی.

رپوټونه وايي، سخت دریځو یهودانو د دغه کور پر دېوال په عبري ژبه د "غچ" توری لیکلی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسرائیلو د دفاع وزیر موشیه یعلون دا برید یو "ترهګریز عمل" بللی دی

عیني شاهدان وايي، یهودانو دغه کور ته اور اچوونکی بوتل ورغورځولی دی. په اور کې یو بل کور هم سخت زیانمن شوی.

د اسرائیلو پوځ واييو د پېښې لومړۍ ارزونه ښيي چې مشکوک کسان دغه کلي ته ګهیځ وختي ننوتلي او ځینو کورونو ته یې د اور ورته کولو هڅه کړې ده، او په عبري ژبه یې ځینې توري پر دېوالونو لیکلي دي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر موشیه یعلون دا برید یو "ترهګریز عمل" بللی دی. یعلون د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: "ترهګرو ته به د فلسطینیانو د وژلو اجازه ورنه کړو."

د انځور حقوق Getty
Image caption عیني شاهدان وايي، یهودانو دغه کور ته اور اچوونکی بوتل ورغورځولی دی

ورته مطالب