امارات د "اسلامی خلافت" په تور ۴۱ کسان محاکمه کوي

د انځور حقوق Reuters

د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي ۴۱ کسان به د "اسلامي خلافت" د جوړولو په تور محاکمه کوي.

د اماراتو دولتي رسنۍ د دې هېواد د څارنوالۍ له خولې ويلي نيول شوي کسان اماراتيان او بهرنيان دي.

د دې هېواد لوي څارنوال سليم سعيد ويلي نيول شويو کسانو غوښتل په "متحده عربي اماراتو کې ترهګريز اعمال ترسره کړي"

سليم سعيد وايي دغې ډلې وسله او چاودېدونکي توکې لرل او له هېواده بهر يې له "اسلامي دولت" ډلې سره اړيکي هم لرلې.

د ۲۰۱۳ کال په جولای مياشت کې متحده عربي امارتو ۶۸ اسلامپاله د حکومت پرځولو پر تور بنديان کړي وو.

تېر کال جنورۍ مياشت د دې هېواد په پلازمېنه دوبۍ کې ۳۰ کسان له اسلامپاله ډلې اخوان المسلمين سره د تړاو په تور په پنځه کال بند محکوم کړي وو.