سوريه کې جنګي الوتکه راپرېوتلې

د انځور حقوق AP
Image caption ويل کېږي دغه الوتکه هغه وخت راپرېوته چې په سيمه يې بمباري کوله.

په لندن کې د سوريې د بشري حقونو څار ډله وايي د سوريې يوه حکومتي جنګي الوتکه د دې هېواد په شال ختيځ اريحا کې راپرېوتلې ده.

دوی وايي په دې پېښه کې ۲۷ کسان وژل شوي دي.

ياده شوې ډله وايي دغه الوتکه هغه وخت راپرېوته چې په سيمه يې بمباري کوله.

اريحا په ادلب کې د سوريې حکومتي ځواکونو لپاره يوه مهمه سيمه وه، چې په مۍ مياشت کې د ياغيانو له خوا نيول شوې وه.

راپورونه ښيي د تېر کال اګست مياشتې را په دېخوا د سوريې په هوايي بريدونو کې ۴۸۹ ولسي وګړي وژل شوي وو.

ويل کېږي په دې پېښه کې شاوخوا ۶۰ کسان ټپيان شوي، تر اوسه نه ده روښانه چې الوتکه ويشتل شوې او که په خپله راپرېوتلې ده.

عيني شاهدان وايي د ورکوشويو ټپيانو لټون روان دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي غزل عبدالله رويټرز خبري اژانس ته ويلي، الوتکې له لوېدو لږ وړاندې په سيمه بمونه غورځولي وو.

له القاعده سره تړلي النصره ګروپ جنګيالي وايي الوتکه دوی راغورخولې، خوحکومتي ځواکونه يې د پرېوتو علت خرابه هوا بولي.

النصره ډله يو له هغو اسلامپاله ګروپونو ګڼل کېږي چې په سوريه کې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

روان کال جنورۍ مياشت کې يوه حکومتي الوتکه په ادلب ښار کې راپرېوتلې وه چې په ترڅ کې يې ۳۵ پوځيان وژل شوي وو.

د ۲۰۱۱ کال مارچ مياشت کې د بشار اسد پر وړاندې ولسي پاڅون پيل شوی و. ويل کېږي د دې هېواد په کورنيو جګړو کې له ۳۰۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.