نایجریا د بوکو حرام ډلې له منګولو ۱۷۸ یرغمل شوي کسان خوشي کړي

د انځور حقوق AP
Image caption دغو خوشي کړل شویو کسانو په ډله کې ۱۰۱ تنه یې ماشومان او ۶۸ کسان یې مېرمنې دي

نایجریا يي ځواکونه وايي، چې د اسلام پالې بوکو حرام ډلې لخوا د یرغمل شویو کسانو نه یې ۱۷۸ تنه د دغه هېواد بورنو ایالت کې را خوشې کړي دي.

دغو ځواکونو په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ یې خپره کړې ویلي، چې د دغو خوشي کړل شویو کسانو په ډله کې ۱۰۱ تنه یې ماشومان او ۶۸ کسان یې مېرمنې دي.

خو په دغه اعلامیه کې د هغو نجونو په اړه چې ۲۰۱۴ کال اپریل میاشت کې د چیبوک سیمې له یوه ښوونځي نه یرغمل شوې وې څه نه دي ویل شوي.

دغه ځواکونه وايي، چې د بوکرحرام ډلې یو مشر نیول شوی او د دغې ډلې یو شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

بوکو حرام ډلې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نایجریا کې ۵۵۰۰ ولسي وګړي وژلي دي.

له چیبوک څخه ۲۰۰ تښتول شوې نجونې لا هم بې درکه دي. د نجونو دغې ډلې کې ډېری عیسوي دي.

تېر اکتوبر میاشت کې دولت ویلي و، چې له دې ډلې سره پر اوربند او د دغو نجونود خوشې کولو لپاره هوکړې ته رسېدلی دی خو بوکو حرام ډلې دغه خبر رد کړ.

چیبوک کې د دغو نجونو تښتولو نړیواله غوسه را وپاروله او ډیر شمېر کسانو د انټرنیټ له لارې د دغو کسانو د خوشې کولو لپاره یې کمپیان وکړ.

د انځور حقوق Nigerian Army
Image caption دغه ځواکونه وايي، چې د بوکرحرام ډلې یو مشر نیول شوی او د دغې ډلې یو شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي

د امریکا او چین په ګدون ځو هېوادونو د دوی د خوشې کولو لپاره د مرستې ژمنې کړې وې خو لا هم دغه نجونې نه دي موندل شوې. د بښنې د نړیوال سازمان د رپوټ پر بنست له ۲۰۱۴ کال راهیسې لږ تر لږه ۲۰۰۰ مېرمنې د بوکوحرام ډلې لخوا تښول شوې دي.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې د بوکوحرام ډلې په بریدونو کې او د دوی پر وړاندې نظامي عملیاتو کې ۱۵۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

دغه تاوتریخوالی ګاونډيو هېوادونو نایجر، چاد او کامرون ته هم رسېدلی دی.

ورته مطالب