د معمر قذافي زوی په زندان کې ځورول کېږي

د انځور حقوق Reuters

په لیبیا کې د طرابلس څارنوال ویلي، د هغې ویډیو په اړه څېړنه کوي چې ورڅخه څرګندېږي چې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر معمر قذافي زوی په بند کې ځورول کېږي.

په دغه ویدیو کې ښودل کېږي چې ساعدي قذافي او څو نور بندیان د بند ساتونکو لخوا په پښو او لاسو وهل کېږي او هغه ورته نارې او سورې وهي.

د طرابلس عمومي څارنوال ویلي، د هغو بندساتونکو په لټه کې دي چې په دغه ویډیو کې لیدل کېږي او د دوی پر وړاندې به قانوني چلند کوي.

د بشري حقونو فعالانو دغه ویډیو چې د ساعدي قذافي ځوروول په کې ښودل کېږي، غندلې ده.

په منځني ختیځ کې د بشري حقونو سازمان مرستیال ویلي، په هېڅ شرایطو او حالاتو کې نه شي کولی چې ځورونه او شکنجه توجیه کړي.

ساعدي قذافي له څو کلونو راهیسې د طرابلس په بند کې بندي دی. نوموړی په نیجر کې ونیول شو.

قذافي د پلار د واکمنۍ پرمهال په ترسره شویو ډېرو جرمونو تورن دی، لکه په لاریون کوونکو ‌ډزې کول او داسې نور.

د معمر قذافي بل زوی سیف الاسلام قذافي تېره اونۍ په محکمه کې په مرګ محکوم شو.

دغه محاکمه د هغه په غیاب کې وشوه. د معمر قذافي د حکومت یوه مخالفه ډله په زنتان ښار کې قضايي چارواکو ته د هغه له سپارلو ډډه کوي.

په لیبیا کې د معمر قذافي د حکومت له ړنګېدو راهیسې تاوتریخوالی روان دی او دوه لویې ډلې د دغه هېواد کنټرول په لاس کې لري.

د انځور حقوق Reuters

د لیبیا پارلمان د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پېژندل شوی دی، چې په بیضا او طبرق ښار کې موجود دی او د هېواد په لویدېځ کې پلازمېنه طرابلس د مخالفې ډلې په واک کې ده.

ورته مطالب