"لاسته راغلې ټوټې د مالیزیا د ورکې شوې الوتکې دي"

د انځور حقوق AP
Image caption د مالیزیا لومړي وزیر ښاغلي رزاق ویلي چې حکومت به یې د الوتکې د راغورځېدو د لاملونو مالومولو پخاطر خپلو پلټنو ته دوام ورکړي.

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق تاید کړې چې د هند سمندر د، ري یونین په ټاپو کې چې د فرانسې تر واک لاندې ده، موندل شوې ټوټې د مالیزیا د هوايي شرکت د تري تم شوې الوتکې ایم ایچ ۳۷۰ دي.

نوموړي وویل، د هوايي چلن چارواکو په فرانسه کې لاسته راغلې ټوټې او پاتې شونې پلټلي او په ډاډ یې تاید کړې چې همدا د ورکې شوې الوتکې برخې دي.

ښاغلي رزاق په کوالالمپور کې خبریالانو ته وویل:

"په ډېرې خواشینۍ باید ووایم، د نړیوالو کارپوهانو یوې ډلې تاید کړې چې د الوتکې لاسته راغلې ټوټې د مالیزیا د هوايي شرکت د ایم ایچ ۳۷۰ الوتکې دي".

دغه الوتکه چې ۲۳۹ سپرلۍ او کارکونکي په کې سپاره وو، د تېر کال مارچ میاشت کې تري تم شوې وه.

د مالیزیا لومړي وزیر ښاغلي رزاق ویلي چې حکومت به یې د الوتکې د راغورځېدو د لاملونو مالومولو پخاطر خپلو پلټنو ته دوام ورکړي.

ښاغلي رزاق وویل هیلمن دی دا موندنه به "لږترلږه د قربانیانو په اړه کورنیو ته ډاډ ورکړي" او ویې ویل، دغو کورنیو ډېر کړاو زغملی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د الوتکې ټوټې تېره اوونۍ په هند سمندر کې وموندل شوې.

خو د پاریس د څارنوال مرستیال، سرج مکا ويک، خبریالانو ته وویل، ډاډمنو او هر اړخیزو مالوماتو لاسته راوړلو لپاره لا هم نورو ازموینو ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه "د دغو مهمو موندنو په اړه باید نورې پلټنې ترسره شي او موږ به دا کار سبا (اګست اوومه) په لابراتور کې پیل کړو".

"زه اوسمهال دا نه شم ویلی چې زموږ د پلټنو پایلې به کله لاسته راځي. هڅه به دا وي چې د ارزونې کار ژر تر ژره بشپړ شي چې کورنیو ته د قربانیانو په اړه پوره او ډاډمن مالومات ورکړو".

د مالیزیا د هوايي شرکت د الوتکې د تري تم کېدو پېښه د نړۍ په کچه د هوايي چلن یو تر ټولو لویه معما ګڼل کېږي.

ورته مطالب