سعودي عربستان کې پر جومات ځانمرګي برید ۱۳ کسان وژلي

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي په یوه جومات کې ځانمرګي برید ۱۳ کسان وژلي.

یوه لوړپوړي سعودي چارواکي بي بي سي ته وویل چې بریدګر د یمن پولې ته نژدې د ابها ښار کې هغه جومات په نښه کړی چې امنیتي ځواکونو پکې لمونځ کاوه.

د مې په میاشت کې د شیعه ګانو پر جوماتونو د دوو مرګوني بریدونو پړه اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخسته.

بلې خوا سعودي عربستان په یمن کې د شیعه ګانو په مشرۍ د یاغیانو پر وړاندې د عملیاتو مشري پرغاړه لري.

د سعودي ټلویزیون رپوټ ورکړی چې په مړو کې ډېری یې امنیتي ځواکونه دي.

چارواکي وايي په دغه جومات کې به اکثراً هغو ځانګړو ځواکونو لمونځ کاوه چې له کورنیو امنیتي مسالو سره یې سروکار دی.

تر اوسه نه دا څرګنده شوې چې برید چا کړی او نه یې چا پړه پرغاړې اخستې.

تېره میاشت سعودي چارواکو د اسلامي دولت ډلې ۴۳۱‍ شکمن غړي ونیول. سعودي عربستان دغه کسان پر امنیتي ځواکونو او پر جوماتونو په برید تورن ګړي.

ورته مطالب