هند کې پنځه مېرمنې د جادوګرۍ په تور وژل شوې دي

د انځور حقوق ravi prakash

چارواکي وايي د هند په جهارکنډ کې ځايي اوسېدونکو پنځه مېرمنې د جادوګرۍ په تور وژلې دي.

پوليس وايي دغه پېښه له مرکز ۳۷ کیلومتره لرې په کجيا کلي کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وايي کليوالو د جمعې په شپه پنځه ښځې له کوره ايستلې او وروسته وژلي دي.

د پېښې ځای ته په رسېدو پوليسو د پلټنې عمليات پيل کړي او په دې تړاو يې يو شمېر کسان هم نيولي دي.

سيمه کې د پوليسو يوه مشر بي بي سي ته ويلي چې د کليوالو يوې ډلې يو ځای د دې ښځو د وژل کېدو پرېکړه کړې وه.

پوليس وايي دغو کسانو شک درلود چې دا مېرمنې جادوګرې دي او له کبله يې په کلي کې خوشالي او امن نه راځي.

د وژل شويو مېرمنو خپلوان وايي يوه ډله کليوال د شپې کورونو ته راغلل او مخکې تر دې چې دوی په څه پوه شي، يادې شوې ښځې يې له کورونو ايستلي او وژلي دي.

په دغه سيمه کې وړاندې هم ښځې د جاودګرۍ په تور وژل شوې دي.

پوليس وايي تر اوسه جهار کنډ کې دې ته ورته پېښو کې ۱۲۰۰ ښځې وژل شوې دي.