سټیون بیرکوف د صدام په رول کې د کومیډي ډرامې اتل

Image caption بیرکوف په فلمونو او ډرامو کې د 'شریر' سړي رول لوبولی دی.

د سینما ستوری سټیون بیرکوف د انتوني هورویتڅ په تولیدي کومیډي ډرامه کې د عراق د مخکیني ولسمشر صدام حسین په رول کې لوبېدو ته چمتووالی نیسي.

اټکل دی چې دغه ډرامه په راتلونکې سپتمبر میاشت کې لندن کې نندارې ته وړاندې شي.

ډرامه بغداد کې پر یوې کورنۍ راڅرخي، چې پر عراق د امریکايي برید پرمهال د شپې د ډوډۍ خوړلو ته راغونډ شوي، خو ناڅاپه صدام حسین د کورنۍ ور ورټکوي.

بیرکوف په فلمونو او ډرامو کې د 'شریر' سړي رول لوبولی دی.

په 'اکتوپوسي' فلم کې نوموړي د جنرال اورلوف په رول کې کار کړی، او د تېرې پېړۍ اتیایمې لسیزې په تلوېزیوني ډرامو کې د ادولف هتلر په رول کې هم لوبېدلی دی.

'ګارډین' د بیرکوف له قوله ویلي، د شلمې پېړۍ د ټولو یاغیانو په رول کې په لوبېدو خوښ دی.

دغه ډرامه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې تر ټولو غوره سیاسي کومیډي ډرامه ګڼل شوې ده.

بیرکوف وايي: ''که چېرې متن په داسې سمه توګه لیکل شوی وي چې سړي ته په ژورو کې د لوبېدو اجازه ورکړي، نو د کرکټر د بغاوت شدت مهم نه دی. ''

نوموړی زیاتوي: ''له ډرامې وړاندې مې له صدام حسین سره کینه لرله، خو انتوني ټول سیاسي نظام پرانیست، او سړي ته یې د یوه لوی انځور جزییات بربنډ کړل. ''