د سیځل شوي فلسطیني ماشوم پلار ومړ

د انځور حقوق AP
Image caption د ۱۸ میاشتینی ماشوم په اور کې وژل شوی و، چې د فلسطینیانو سربېره یې د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې د خلکو پراخه غوسه راوپاروله.

د فلسطین رام الله ته څېرمه د هغې کورنۍ پالونکی پلار سعد الدوابشه ومړ، چې څو ورځې وړاندې اسرائیلي سخت دریځو یې کور ته اور ورته کړ او تي خوری زوی یې پکې لولپه شوی و.

نوموړی له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سختې سوځېدنې له کبله په روغتون کې و.

د هغه ۱۸ میاشتینی ماشوم په اور کې وژل شوی و، چې د فلسطینیانو سربېره یې د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې د خلکو پراخه غوسه راوپاروله.

د فلسطیني ادارې یوه چارواکي غسان دغلس وویل، اسرائیلي او فلسطیني چارواکي هڅه کوي د مړه شوي پلار د جنازې مراسمو ته چمتووالی ونیسي.

په دواما کې رام الله ته څېرمه د الدوابشه کورنۍ د نوموړي د مړینې خبر ورکړ.

د الدوابشه د کورنۍ ځینې نور غړي هم په اور کې سوځېدلي وو، چې د درملنې لپاره اسرائیلي روغتونونو ته لېږدول شوي.

اسرائیلي چارواکو ویلي و، یو اسرائیلي وګړی (مودخای مائیر ادریا) یې په برید کې د لاس لرلو په تور د شپږو میاشتو لپاره بند ته استولی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption اور د یوه فلسطیني په کور کې نابلس ته څېرمه داسې مهال بل شوي، چې د کورنۍ غړي د شپې په خواږه خوب ویده وو
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption علي ایله د ۱۸ میاشتو و

فلسطیني چارواکو وویل، اسرائیل ددغه برید مسؤول دي، ځکه چې په لوی لاس اسرائيلي سخت دریځو دغه کور ته اور ورته کړی دی او پر دېوال یې د 'غچ' توری لیکلی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر خپلې ټویټر پاڼې داه برید یو 'ناشولته او وېروونکی عمل' او یو ترهګریز برید ګڼلی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په برید کې کور سخت زیانمن شوی او سوځېدلی و

ورته مطالب